نن شاوخوا څلور بجې د کابل په ښار کې درنه چاودنه وشوه.
لومړني راپورونه وايي، چې دغه چاودنه د عدليې وزارت د موټرونو په تم ځای (پارکینګ) کې رامنځ ته شوې.
د عدليې وزارت پولیسو د وزارت شاوخوا لارې بندې کړي او پېښې ته څېرمه چاته د ورتلو اجازه نه ورکوي.
یاده دې وي، چې د چاودنې له امله تر اوسه د تلفاتو په باب څه نه دي ويل شوي.