د بنګله دیش کرکټ بورډ یو ځل بیا د پېسو ګټلو له پاره ملا وتړله او د دوه کلن انتظار وروسته د(بي، پي اېل) د بیا پېلولو اعلان يې وکړ.
د بنګله دېش کرکټ بورډ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، چې د روان کال (بي، پي اېل) ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالۍ به د نړېوالو لوبډلو سیالیو ته په کتو د روان کال په ډسمبر میاشت کې ترسره شي.
خبرپاڼه کې راغلي، دوی د افغان کرکټرانو په ګډون ټولو لوبغاړو ته ۹۰ سلنه پېسې ورکړي، چې له مخې یې ورته په دې سیالیو کې د لوبېدو تړون شوی وو.
دیادونې وړ ده، چې د بنګله دېش پریمیر لیګ کرکټ سیالۍ هغه وخت بندې، بدنامه او ځنډ ښکار شوې کله چې بنګله دیشې محمد اشرفل او نیوزیلینډې لو ونسینټ په فساد کی ښکیل اعلان شول.
د څیړنو وروسته بنګله دیېشې مشهوره کرکټر محمد اشرفل د ۸ کلن کورني او نړیوال کرکټ بندیز سره مخ شو.
د بنګله دېش تجارتي کرکټ لیګ سیالۍ په ۲۰۱۲ م زېږدیز کال کې پېل شوې، چې دواړه ځلې پکې د مشرفي مرتضی په کپتانۍ کې ډهاکه ګلډییټرز لوبډلې اتلولۍ وګټلې.
دغه سیالۍ په لومړي کال لوبغاړو ته د پېسو نه ورکولو له کبله بدنامه او بیا په ورپسې ۲۰۱۳ م زېږدیز کال کې د فساد له کبله وځنډېدلې.
بنګله دیشي چارواکو ویلي، چې په دې سیالیو کې یې پخوانۍ ۷ واړو لوبډلو سره تړونونه لغوه کړي او دا ځل بیا به په دې سیالیو کې نوې لوبډلې ولوبېږي.
چارواکو تمه ښودلې، چې دا ځل بیا د سیالیو لپاره مالي ملاتړ ور زیات کړي، ترڅو یې د هندوستان (اې، پي اېل) سیالیو په څیر په ښه معیار ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دې سیالیو په دوهم پړاو لوبو کې د افغانستان څخه محمد نبي عیسی خېل، شاپور ځډران، حمید حسن او سمیع الله شینواري هم برخه اخیستې وه، چې ښه ځلیدلي هم وو.