افغان کرکټ بورډ د سکاټلینډ خلاف کیدونکي دلویو وچو (انټرکانټینینټل) جام څلور ورځنۍ سیالۍ ته خپله ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
په افغان لوبډله کې د خواشینوونکې کارکردګۍ وروسته ځوان ویکټ ساتوونکي افسرځاځي ځای له لاسه ورکړی دی او ویکټ ساتوونکی شهزاد محمدي د یو کلن انتظار وروسته بیرته افغان کرکټ ملي لوبډله کې شامل شوی.
دغه راز افغان کرکټ بورډ منځنیو بیټسمینانو رحمت شاه زرمتي او شبیرنوري ته هم په اعلان شوې لوبډله کې دلوبیدو چانس ورکړې.
دغه راز په ملي لوبډله کې د پخوانیو تیزو بالرانو په ځای ځوانو بالرانو ته پام اړول شوی چې په کې یمین احمدزی ، عزت الله دولتزي او سید شیرزاد اخیستل شوي.
که څه هم په لوبډله کې د محمد نبي عیسی خیل ، سمیع الله شینواري او رحمت شاه زرمتي په څیر ورو (سپین) بالران شته خو په دې برخه کې په کې مسلکي بالر نه لیدل کیږي.
په اعلان شوې لوبډله کې اصغرستانکزی کپتان، جاوید احمدي مرستیال کپتان، نوروزمنګل، محمد نبي عیسی خیل ، میرویس اشرف ، سمیع الله شینواری، شبیرنوري، حشمت الله شهیدي ، ناصرجمال احمدزی ، محمد شهزاد محمدي ، رحمت شاه زرمتی ، عزت الله دولتزی ، یامین احمدزی او سید شیرزاد شامل دي.
دیادونې وړ ده چې دغه ۱۴ کسیزه لوبډله د افغانستان کرکټ بورډ ټاکوونکي ډلګۍ د هغې ۲۱ کسیزې لوبډلې څخه غوره کړه چې په ننګرهار کې یې تمریني کمپ کې برخه اخیستې وه.
افغان کرکټ بورډ وایي چې ټاکل شویده افغان کرکټ ملي لوبډله به سبا له کابل څخه د سکاټلینډ خلاف سیالۍ لوبولو لپاره د دغه هیواد په لور وخوځیږي خو دسیالۍ وړاندی به په انګلستان کې هم اړین تمرینات ترسره کړي.
دافغانستان او سکاټلینډ ترمینځ څلور ورځنۍ سیالۍ به د راتلونکې جون میاشتې په ۲ مه نیټه په سټرلینګ ښار کې ترسره شي.
افغان کرکټ بورډ خپل اجرایوي ریس شفیق ستانکزي له خولې لیکلي چې افغانستان د انټرکانټینینټل جام ګټلو هدف ګرځولي ترڅو ټیسټ کرکټ وکړي او ددی لپاره یی حالاتو ته په کتو غوره لوبډله ټاکلې ده.