له تور لیست څخه ویستلو له پاره د طالب مشرانو نوملړ چمتو شوی

د سولې عالي شورا استازي وایي، چې دوی په داسې یو نوملړ کار کړی چې په کې د ځېنو طالب مشرانو نومونه په نښه شوي.

دغه سرچینې وايي، چې دا کار یې ددې له پاره کړی چې په ګوته شوي نومونه به له تورلېست څخه وویستل شي.

سرچینه وايي، دا کار ددې له پاره کوي چې د طالب مشرانو او افغان حکومت ترمنځ دخبرو اترو له پاره د باور فضا رامنځته شي.

ددې شورا غړي قاضي محمد امین وقاد سلام وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د سولې عالي شورا دارالانشاَء دطالب مشرانو یو داسې نوملړ چمتو کړی چې دهغوی نومونه به له تور لېست څخه وویستل شي.

وقاد وړاندې وویل چې په دې سره به دغه طالب استازي افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

په قطر کې د پګواش په ناسته کې له افغانستان ګډونوال وايي، چې طالبانو افغان حکومت ته په خپل پیغام کې یو شرط له تور لېست څخه ددوي د مشرانو د نومونو ویستل په ګوته کړي وو.

د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د ځېنو طالب مشرانو نومونه هم درج شوي چې پرې بیلا بیلو هیوادونو ته د تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

اوس قاضي محمد امين وقاد وايي د نړیوالې ټولنې په منځګړيتوب د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیل له پاره هڅه کوي چې د باور فضا رامنځته کړي.

نوموړي زياته کړه، چې "د خبرو اترو پېل سره دوی خپله ډله راپېژني او په وينا يې کله، چې خبرې اترې پېل شي، نو هغه مهال به بیا طالب مشران په تور لیست کې نه وي. "

وقاد سلام وطندارسره په خبروکې د کوم طالب چارواکي نوم وانه خیست، خو و يې ویل، چې د سولې عالي شورا له دې وړاندې هم د طیب اغا په ګډون د ځينو نورو طالب چارواکو نومونه له تور لیسته ایستلي دي.

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو هم په امنیت شورا کې له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو په ویستلو بحث کړی و.

په امنیت شورا کې رضایت ښودل شوی و چې نږدې د ۲۰ طالب مشرانو نومونه به له تور لېست څخه وباسي.

هغوی دا هم ویلي و چې د طالبانو د راتلونکي د سرنوشت په اړه هم باید په خپله افغانان پرېکړه وکړي.

آیا له تور لېست څخه د طالب مشرانو نومونه ویستل طالبانو ته اهمیت لري؟

د روانې میاشتې په پیل کې د قطر په دوحه ښار کې د کاناډايي موسسې پګواش له خوا دافغانستان دسولې او ثبات په اړه جوړه شوې ناسته کې دافغان سولې په اړه طالبانو ځېنې غوښتنې او شرطونه وړاندې کړل.

په قطر کې د طالبانو د دفتر غړي شیر محمد عباس ستانکزي په خپله وینا کې دملګرو ملتونو په هغه تور لېست کلکې نیوکې وکړې چې په کې د طالب مشرانو نومونه لیکل شوي دي او پرې د ازدو ګرځېدو بندیز پورې شوی دی.

سلام وطندار د عباس ستانکزي له خوا لوستل شوې وینا پاڼه  تر لاسه کړې چې په کې وايي "په تور لېست کې د طالبانو نومونه د سولې خبرې مخ ته وړل متضادې خبرې دي"

طالب استازو ټينګار کړی چې دغه لېست دې له منځه یوړل شي.

وییلی کيږي په دغه لېست کې ځېنې داسې نومونه اوس هم لیک دي چې هغه اوس مړه دي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، دم ګړۍ طالبان هڅه کوي چې په سیاسي ډګر کې فعال شي او خپلې چارې د پخوا پر پرتله په نوې بڼه مخې ته یوسي؛ نو ددې له پاره هڅه کوي چې له تورلېست وویستل شي او له تعقیب ازاد او هر ځای ته د تګ راتګ اجازه ترلاسه کړي.

 

د طالباني سیاست د چارو کارپوه وحیده مژده د سولې خبرو اترو پېل او له تورلیست څخه د طالب چارواکو نومونه لرې کول پرځای ګام بولي.

مژده وایې، چې دا به دسولې دخبرو اترو له پېل سره ښه مرسته وکړي.

مژده دا هم وايي، چې طالبان په تنګه او محدوده ساحه کې نه شي کولی افغان حکومت سره د سولې په اړه تفاهم ته ورسيږي؛ نو ددې له پاره دیو ازاد چاپیرال اړتیالېدل کېده.

خو یوه پوښتنه چې تر اوسه په ځای پاتې ده هغه دا ده، چې له تور لېست به د کومو طالبانو نومونه وویستلی شي؟

داسې نظرونه هم شته چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر به هغه نومونه وړاندیز کړي چې دهغوی له اوسني دريځ ملاتړ کوي.

دسولې د څرنګوالي په اړه د قطر سیاسي دفتر سره اختلاف لرونکي طالب قوماندانان او مشران به بیا هم په دې لېست کې وي.

که داسې وشي نو له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ویستلو د چارې اغیزمنتیا په اړه به اندېښنې یو ځل بیا په خپل ځای پاتې شي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام