د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري کابل ته راغی

ټاکل شوې دپاکستان د ولسي ګوند شریک مشر او دهغه هیواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري به نن د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.

حکومت ته نږدې سرچينې وايي چې اصف علي زرداري به په دې سفر کې د افغان حکومتي چارواکو او اجرايوي رییس سره وګوري.

سرچينه زیاتوي چې ټاکل شوې نن د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال زرداري کابل ته را ورسيږي.

سلام وطندار ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې به اصف علي زرداري په خپلو لېدنو، کتنو کې دافغانستان او پاکستان پر اړيکو، د سولې پر پروسې او پر ځېنو نورو مهمو موضوعاتو خبرې اتري وکړي.

اصف علي زرداري په پاکستان کې د سیاسي او ځواکمن ( پيپلز) ګوند دوژل شوې پخوانۍ مشرې بېنظیر بټو خاوند او دم ګړۍ ددې ګوند شریک مشر دی.

اصف زرداري دخپلې واکمنۍ پر مهال له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ددواړو هیوادونو د اړیکو د نږدې کولو په برخه کې ډيرې منډې ترړې وکړې.

په ۲۰۱۳ م زیږدي کال د فبرورۍ په میاشت کې د لندن په ۳ اړخیزې ناستې کې د هغه هیواد د لومړي وزیر ډيويډ کېمرون په منځګړيتوب زرداري ژمنه کړې وه، چې په ۶ میاشتو کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیکولو له پاره عملي ګامونه واخلي.

هغه مهال زرداري افغانستان سره د ستراتيژیکې ملګرتیا غوښتنه هم کړې وه خو د وخت افغان ولسمشر ورته په افغانستان کې د سولې شرط ایښی و.

وبه کتل شي چې افغانستان ته د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري ددغه سفر هدف څه دی؟ او له اسلام اباد څخه  کوم نوی خبر کابل ته راوړي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام