ولسمشر غني وویل، چې د کابينې د نه بشپړېدو له کبله يې د حکومت په ۱۰۰ لومړيو ورځو کې د افغانانو په ژوند کې د اقتصادي مثبت بدلون له پاره څه ونه کړل، خو اوس د کابينې له بشپړېدو وروسته په راتلونکو لومړیو سلو ورځو کې هومره کار به وکړي، چې خلک پخپل ژوند کې بدلون احساس کړي، ځکه دده په وینا په دغو راتلونکو ۱۰۰ ورځو کې د خلکو د ژوند هوسا کېدو له پاره به کوټلي ګامونه واخلي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان د خلکو د جهاد د بریالیتوب د ۲۳ مې کلیزې په لمانځغونډه کې زياته کړه، چې له دې وړاندې د دولت ساختار تداوم نه دی لرلی او نوی حکومت مجبور شوی، چې له صفره یې شروع کړي.
یاده دې وي، چې دغه مراسم هند ته د ولسمشر غني د درې ورځني رسمي سفر له کبله ۴ ورځې وځنډول شول، خو نن شنبه د (۲۰۱۵ زېږدیز/ مای ۲) په ارګ کې د پخوانیو مجاهدینو د مشرانو په ګډون ولمانځل شو.
اشرف غني دا هم وویل، حکومت یې ژمن دی، چې د بې وزلۍ، بې قانونۍ، فساد او ناامنیو پروړاندې جهاد اعلان کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د ده د لومړيتوبونو پر بنسټ به د سیمې او نړیوالو په همکارۍ افغانستان د اسیا پر یوې څلور لارې بدل کړي.
نوموړي زياته کړه، چې نور نو پخوانۍ زمانه نه ده، چې یو فرد او یو وګړی ځان د ملک ناجي وبولي بلکې په وينا يې د افغانانو ناجي، له الله تعالی وروسته اساسي قانون دی.
غني وویل، نړېوال ترهګرۍ غواړي د افغانانو راتلونکی ثبات واخلي او د دوی د افراطیت پر وړاندې باید د افغانستان ديني عالمان په یوه غږ سره مخالفت څرګند کړي.
هغه د افغانستان په ماليې، حج او اوقافو وزارتونو کې د ملايانو ۲۷۰۰ موقتي اجير پوستونه دايمي پوستونو اعلان کړ.
او امر یې وکړ، چې باید په دغو وزارتونو کې ۷۰۰ نور نوي پوستونه هم رامنځ ته شي.
همدارنګه نوموړي د افغانستان سولې پروسې په اړه يې په خپلو خبرو کې وویل، چې "موږ جګړه نه غواړو. والصلح خیر «سوله غوره ده» موږ په سوله باور لرو" او په وينا يې د تحقق له پاره یې هڅې روانې دي.
له بل لوري د ولسمشر اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د سولې په اړه خبرې اترې روانې دي، خو " په خواشينۍ سره باید ووایم، چې د دغو خبرو ترڅنګ به جنګ هم روان وي او افغانان باید د جنګ له پاره چمتو والی ونیسي."
هغه وویل، چې د افغانستان ازادي د مجاهدينو په قربانيو لاس ته راغلي او باید د شهيدانو کورنيو ته جدي پاملرنه وشي.
مجاهدینو د ۱۳۷۱ کال د غويي پر ۸ مه د وخت کمونیستي نظام ړنګ کړ او د هېواد پلازمېنه کابل یې ونیو، چې په دې سره د پخواني شوروي اتحاد پلوی د ډاکټر نجیب الله احمدزي په مشرۍ حکومت هم سقوط وکړ؛ د هماغه وخت راهیسې دغه ورځ هر کال د غويي په ۸ مه لمانځل کيږي.
په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د پخوانیو مجاهدینو د بریا په پلمه پر جوړو شویو مراسمو د وسله وال برید وروسته اوس د مجاهدینو د بریا ورځ د ارګ دننه د شدیدو امنيتي تدابیرو لاندې لمانځل کيږي.