اسحاق ننګیال نه هېرېدونکی شاعر

د چهار شنبې په ورځ( د اپرېل ۲۹مه)  مازیګر مهال د کابل مېډيوټیک دفتر او پل فکري کړۍ د ارواښاد اسحاق ننګیال ۱۷ تلین ولمانځه

په دغه غونډه کې بېلا بېلو لیکوالو اوشاعرانو د ننګیال پر شاعرۍ، نثر او ژوند خبرې وکړې

د افغانستان د سیمیزو مطالعاتو مرکز مشر غفور لیوال وویل چې ننګیال هغه شاعر دی چې د پښتو په شعري ادب کې یې تر هرچا زیات اسطوريي سمبولونه کارولي دي.

لیوال زیاته کړه ننګیال په ټوله معنی شاعر و او په خپله شاعرۍ کې یې ډير نوښتونه کړي دي.

دافغانستان دملي تلویزون رييس زرین انځور د ننګیال په سېوري ناول خبرې وکړلې او وویل چې په دغه ناول کې هم هغه نثر ته د شعر خواږه ډالۍ کړي دي او همدا وجه ده چې سېوری ناول لوستونکی نه ستړی کوي او پېغام لېږدوي.

د هیواد تکړه ممثل ممنون مقصودي د ارواښاد ننګیال ( کلیزه) نظم دیکلمه کړ او د غونډې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شو

په غونډه کې نوم یادي سندرغاړي حفیظ ګردش هم په خپل خواږه غږ کې د ننګیال شعرونه زمزمه کړل.

دافغانستان دکابل مېديوتیک مشر عاطف فقیرزاده وویل چې دوي هڅه کوي دخپل افغاني فرهنګ د ودې له پاره نور ډیر داسې پرګرامونه هم جوړکړي او د مستحقو خلکو لمانځن غونډې هم جوړې کړي.

د پل فکري کړۍ  مشر اجمل تورمان په خپلو خبرو کې وویل، فرهنګيانو د ننګیال حق نه دی ادا کړی او دهغه په هېرولو سره نه شي کولی د ننګیال مقام را ټيټ کړي.

تورمان زیاته کړه چې ننګیال پخوا هم شاعر و اوس هم شاعر دی او تر مودو مودو به د لوستونکو په زړونو باچاهي کوي.

د ارواښاد ننګیال د کورنۍ په استازولۍ دهغه کشري زوۍ انوش ننګیال خبرې وکړې، دغونډې له جوړوونکو یې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پلار ځای به نیسي.

ارواښاد ننګیال په ۱۳۷۷ کال د ثور په ۸مه په پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې او د ډيرو هنري ودانيو دروازې یې خپلو مینوالو ته خلاصې پرېښودې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام