تر راتلونکو ۲۵ ورځو پورې به طالبان د هرات په ولایت برید وکړي دغه مطلب جهادي قومندان اسماعیل خان د (اپریل په ۲۸) د ثور ۸ د نمانځلو په مراسېمو کې څرګند کړ.
پخوانی جهاي قومندان اسماعیل خان وايې، د هغه معلوماتو پر بنسټ چې ده تر لاسه کړي دي ټاکل شوې ده، چې تر را تلونکو ۲۵ ورځو پورې به طالبان په هرات ولایت برید وکړي.
ده زیاته کړه چې "د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې طالبان هوډ لري د تورغنډۍ او هرات لارې وتړي او د هرات په شینډنډ، چشت او ګلران ولسوالیو بریدونه وکړي."
اسماعیل خان په دې باور دی، چې د فراه او بادغیس ولایتونو طالبانو په هرات ولایت د برید له پاره چمتوالی نیولی دی
په ورته وخت کې د هرات ولایت امنیه قومندان عبدالمجید روزي، د یادو څرګندونو پخلی کوي او وايي، چې د اوپراتیفي اطلاعاتو له مخې چې تر لاسه کړي يې دي طالبان هوډ لري چې په یاد ولایت برید وکړي.
روزي زیاته کړه، چې د طالبانو د برید له پاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.
د امنیه قومندان په وینا طالبان نه شي کولی، چې په دې ولایت کې د میشتو امنیتي ځواکونو سره مقابله وکړي.
د موضوع سیاسي اړخ
بله خوا د سیاسي چارو شنونکو په باور د تېرو لسیزو په بهیر کې د راټوکېدلو مجاهدینو دغه ډول څرګندونې ولس ته د اندېښنې د ور اچولو پرته بل هیڅ نه شي کېدلی.
د سیاسي چارو کارپوه عصمت قانع د اسماعیل خان د خبرو په اړه وویل، چې مجاهدین او د دوی ډله دې په حکومت کې شامل شي او تر هغې چې دوی په حکومت کې نه وي راشریک شوي؛ حکومت نه شي کولی چې له دښمنه دفاع وکړي.
د قانع په خبره، دوی د سیمې د هېوادونو ابزار دي، په همدې پار دغه ډول څرګندونې کوي.
عصمت قانع وايي، دا ټولې څرګندونې د ایران د فشارونو او امرونو یو یوه برخه ده اود دغه هېواد استخباراتي کړۍ غواړي، چې د اسماعیل خان په واسطه د لویدیځې حوزې د اوبو پروژې او ایرانۍ ګټې خوندي کړي.
دا لومړی ځل دی، چې د مجاهدینو له ډلې یو هغه په داسې حساسو حالاتو کې د هېواد د نا امنیو د ډېرېدو او د طالبانو د حملو په اړه وړاندوینه کوي.