غني: جرمي اقتصاد د افغانستان او ايران لپاره يو ګډ ګواښ دى

افغان ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د (اپریل په ۲۰مه) د تهران په  ښار کې د افغانستان او ايران د اقتصادي فعالانو په ګډه غونډه کې چې د ايران د سوداګرۍ، صنايعو، کانونو او د کرنې د خونو په نوښت جوړه شوې وه وينا وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی، چې ولسمشر غني په دې وينا کې د افغانستان د پنځو مهمو اقتصادي برخو په اړه چې موقعيت، اوبه او ځمکه، کانونه، تېل او ګاز، پيسې او تشبث دي؛ خبرې وکړې.

خبر پاڼه زیاتوي، افغان ولسمشر د افغانستان د مهم موقعيت په اړه ویلي، چې مرکزي، جنوبي، لويديځه او شمالي آسيا له يوه آباد افغانستان پرته له يو بل سره اړيکې نه شي پيدا کولى.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان ولسمشر ډاډ څرګند کړی دی، چې په راتلوونکو شلو کلونو کې به آسيا له جغرافيايي مفکورې نه په يوې سترې وچې بدله شي او د افغانستان له لارې له چين، تاجکستان او ازبکستان سره د ايران پيوستون به د سيمې په اقتصاد کې يو پراخ بدلون رامنځته کړي.

ښاغلي غني زياته کړې ده، چې په زیربنایي برخه کې د مطالعاتو، انسجام او پانګونې په برخوکې همکارۍ ته حاضر يو.

په خبر پاڼه کې د ولسمشر غني له خولي ویل شوي، چې ، اداري فساد د دې سبب شوى دى چې پيسې  په پانګې بدلې نه شي .ده زياته کړه، د يوه قوي بانکي سيستم جوړول زموږ هدف دى چې پيسې په پانګې بدلې کړو.

افغان ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د افغانستان د وارداتو بيلانس د هغه د صادراتو ٣٠ برابره دى، وويل چې زموږ د هېواد موقعيت د دې غوښتنه کوي چې نور دې د افغانستان سوداګري يو طرفه نه وي.

د خبر پاڼې په یو ځای کې لیکل شوي، اشرف غني په سمه توګه له اوبو او ځمکې څحه استفاده، د کرنې په برخه کې پانګونه او د خوراکي توکو په يوه صادرونکي هيواد د افغانستان بدلول د حکومت هدفونه وبلل.

 محمد اشرف غني وويل، جرمي اقتصاد چې له نشه يي توکو نه ترلاسه کيږي، د افغانستان او ايران لپاره يو ګډ خطر بلل کيږي .

 

خبر پاڼه وړاندې لیکي، ولسمشر غني کانونه، تېل او ګاز يوه بله مهمه اقتصادي برخه وبلله او ويې ويل چې لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د افغانستان په سلو کې د ٣٣ کانونو ارزښت له يوه نه تر درېيو تريليونو ډالرو پورې اټکل شوى دى.

 ښاغلي غني زياته کړه چې افغانستان به تر راتلوونکو لسو کلونو پورې  د مسو او اوسپنې په ډير ستر صادرونکي هېواد بدل شي .

د ولسمشر غني د خبرو په اړه په خبر پاڼه کې لیکل شوي، چې ولسشمر غني د افغانستان او ايران د سوداګرۍ د ګډې خونې له جوړولو سره خپله موافقه څرګنده کړه او له خصوصي سکتور نه يې وغوښتل چې هغه تل وڅيړي او د حساب ورکولو يو لازم سيستم رامنځته شي.

محمد اشرف غني وويل، تر څو راتلونکو مياشتو پورې يوه اصولي پاليسي برابرو چې د هغې له مخې قراردادونه په شفاف ډول ترسره شي.

ولسمشر غني د ارزښت د ځنځيرې په اړه وویل، هغو هېوادونو چې له موږ سره د ارزښت د ځنځير په  جوړولو کې همکاري کوي، هرکلى کوو. ده زياته کړه چې زموږ نظر څلور ورځنى نه دى، بلکې ۴۰۰ کلن دى.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې د دغې وينا په پاى کې جمهور رئیس غني وويل چې بيوزلي او وزګارتيا چې ټوله سيمه ورسره مخامخه ده، له ګډې همکارۍ پرته له منځه نه ځي او تر هغه وخته پورې چې بيوزلي شتون ولري، امنيت او ثبات نه تامينيږي.

په خبر پاڼه کې راغلی، په پای کې غني په دې باندې په ټينګار سره چې افغانستان نور نه غواړې يوازې د اومو موادو د يوه صادرونکي هېواد په توګه پاتې شي، د ايران د کرنې وزارت  او د دغه هېواد خصوصي سکتور ته بلنه ورکړه چې له افغانستان سره دې همکاري وکړي.

ولسمشر غني د اقتصادي او څو اړخیزو همکاریو لپاره د دوه ورځو لپاره د (اپریل په ۱۸مه) ایران هېواد ته په سفر تللی، چې بېګا شپه بېرته راستون شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام