د کرکټ اسیایي شورا چارواکو په رسمي توګه پریکړه وکړه چې لدی وروسته به د روان کال د جون میاشتی له ۳۰ می نیټې وروسته به د کرکټ اسیایي شورا شتون ونلري.
د (کریک انفو) د معلوماتو له مخې چې د دې شورا مشر هندي شري نوانسن د عربي اماراتو په (دوبۍ) کې له مالي کمیټې او اجرایوي کمیټو سره د لیدنو پرمهال په دې اداره کې ټولو کارکوونکو ته ځواب ورکړی چې نور ورته اړتیا نه لري.
ویل کېږي چې د کرکټ اسیایي شورا په ۱۹۸۳ کال کې هغه مهال جوړه شوه چې کله هندوستان په همدې کال د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوال جام سیالیو اتلولي وګټله.
ددې شورا دفتر اوس مهال د مالیزیا په کولالمپور ښار کې دی او راتلونکې جون میاشت کې به خپله وروستۍ کلنۍ عمومي رسمي غونډه وکړي چې تراوسه یې نیټه نه ده اعلان شوې.
ددې شورا چارواکو ویلي دي چې له دې وروسته به د کرکټ اسیایي شورا ټولې چارې یوه دوه کسیزه ډله کوي چې دفتر به یې په سنګاپور هیواد کې وي.
ددغې شورا په لغوه کېدو سره به یو شمیر چارواکو ته د کرکټ نړیوالی شورا په اداره کې دنده ورکړل شي خو له دې شورا سره د لومړۍ ورځې ملګرې بنګله دیشي سید اشرف الحق ته هم د نورو کارکوونکو په څیر ویل شوي چې خپل غم وخوري.
ویل کېږي چې له دې وروسته به د کرکټ اسیایي شورا (اي سی سی) په ځای به د (ای سی سی ایونټس) په نوم یوه دوه کسیزه ډله چې په کې به بنډولا او ګنیش په نوم کارکوونکي دنده ترسره کوي ترڅو اسیایي سیالۍ او نور پروګرامونه برابرکړي.
دغه راز د کرکټ اسیایي شورا چارواکو خپلو یو شمیر کارکوونکو ته ویلي دي چې دوی ته به د څوو میاشتو معاش هم ورکړي.
ددې شورا د معلوماتو له مخې چې روزونکي امین الاسلام او راجو او دغه راز، رمیش رننیاکي او اقبال سکندر به د روان کال د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې څخه له کرکټ نړیوالې شورا سره په دوبۍ کې دنده پیل کړي.





