د بلخ برېد ۱۰ تنه ووژل او ۶۰ تنه ټپيان کړل

د بلخ ولایت پر څارنوالۍ ډله ییز برید د ټولو برېدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسید.   

عیني شاهدانو ویلي نن پنجشنبه سهار ۱۱ نبمې بجې پر پوځي جامو او وسلو سمبال بریدګرو د څارنوالۍ ساتونکی په ډزو وواژه او وروسته د څارنوالۍ ودانۍ ته ننوتل.

امنیتی چارواکې وایې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ دا نېږدې ۷ ساته جګړه ماښام څه کم ۷ بجې د ټولو برېدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلې.

د بلخ ملکي روغتون سرطبیب ډاکټر خواجه نورمحمد فیض سلام وطندار وویل چې په دغه برید کې ۱۰ کسه وژل شوي او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان دي.

ښاغلی فیض زیاتوي په وژل شویو کې د مزار شریف ښار د ۹ امنیتي حوزې امر، پولیس، څارنولان او د هغوی ساتونکي شامل دي.

دغه راز په ټپیانو کې د بلخ څارنوالۍ رییس هم شته.

وسله والو طالبانو ددغه برید مسؤلیت پرغاړه اخېستی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام