دفاع وزارت ته نوماند وزير افضل لودين څوک دی؟

د ولسمشر وياند اجمل عبېد عابدي رسنيو ته وویل، چې افغان حکومت د ملي دفاع وزارت لپاره هم نوماند وزير معرفي کړ.

نوموړي زياته کړه، چې دغه شخص جنرال افضل لودين نوميږي او ډېر ژر به ولسي جرګې ته د باور رايې اخیستو په موخه وپېژندل شي.

ډګرجنرال افضل لودين د افغانستان د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی او په قوم لودين دی.

د راپورونو پر بنسټ نوموړي خپلې پوځي زده کړې په امريکا او روسيې کې ترسره کړي.

په دې اړه پخواني جنرال عبدالواحد طاقت سلام وطندار ته وویل، چې ارکانحرب افضل لودين پوه، وړ او مسلکي شخص دی.

نوموړی وايي، که چېرې ډګر جنرال افضل لودين ته حکومت قانوني واک ورکړي، نو کولای شي، چې د افغانستان اردو په خپلو پښو ودروي.

لاس ته راغلي معلومات ښيي، چې افضل لودین د ببرک کارمل باجه هم کېږي او د کارمل په وخت کې يې د ملي دفاع وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده.

دی د ډاکټر نجیب الله په حکومت کې د ختیځ زون تنظیمه رییس او د ننګرهار د قول اردو قوماندان هم و.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افضل لودين د ملي دفاع وزارت له پاره وړ او مسلکي شخص دی او نوموړي د ياد وزارت په بېلابېلو پوستونو کې دنده هم ترسره کړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې ارکانحرب ډګر جنرال افضل لودين د ملي امنيت په شورا کې د سلاکار په توګه هم پاتې شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام