د انجينر ګلبدين حکمتیار په مشرۍ، حزب اسلامي ډلې په یمن کې د حوثیانو د بلوا پرضد د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو د ايتلاف ملاتړ اعلان کړ.
د حزب اسلامي مشر ويلي، چې د افغانستان په ګاونډ کې پروت ایران هېواد له وران کاريو د مخنيوي لپاره هرې اغيزمنې ملګرتيا ته چمتوالی لري.
د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند په يوه راليږل شوې اعلاميه کې ويلي، چې ایران اوسمهال له عراق، سوريې، لبنان او افغانستان وروسته په يمن کې وران کاريو ته لاس پوری کړی.
په اعلاميه کې راغلي، چې تهران په يمن کې د ورانکاریو ملاتړ کوي او د مسلمانانو په خلاف د مفسدينو، ملحدينو او اسلام ضد ځواكونو سره يوځای شوی دی.
له دې وړاندې افغان حکومت په يمن کې د عربستان له لوري د حوثيانو د ځپلو او په يمن کې د مشروع حکومت ملاتړ اعلان کړی و.
افغان حکومت ويلي و، چې د یمن د حوثیانو د بلوا پر ضد د حرمین شریفین د دفاع ژمنه کوي او په دغه برخه کې افغانستان په خپل ټول قوت سره د سعودي ملاتړ کوي.
د حزب اسلامي دغې ډلې ټولو خواوو ته بلنه ورکړې، چې د ايران د وران کاريو مخه ونيسي.
په اعلاميه کې د حکمتيار د خولې ويل شوي، كه عراق او يمن ته د تگ امكانات وي، نو د ده په وينا په زرگونه افغان مجاهدين به د ايران د شرارتونو د مخنيوي او د خپلو مسلمانو ورونو د دفاع لپاره هلته لاړ شي.