افغان امنیتي ځواکونو د مارجې والسوالۍ د شین غزک اوناوې ولسوالۍ د شورشورک سیمه له ۱۱ کلونو وروسته ترخپلې ولکې لاندې راوستلې.
د هلمند امنیتي مسوولین وايې، چې په دې ولایت کې يې د تریخ ناور تر عملیاتو وروسته یې مارجې ولسوالۍ ته نېږدې د شورشورک او شین غزک په نامه دوه نورې سیمې چې د طالبانو پټنځایونه وو؛ نیولي دي.
دغه سیمې له تېرو۱۱ کلونو راهیسې د دولت د وسلوالو مخالفینو تر ولکې لاندې وی، چې په سلګونو داسې کورني په کې ژوند کاوه، چې کورنۍ اړتیا وې یې د کوکنارو پر کرکیلی رفع کولې.
ویل کېږي، چې له همدې کوکنارو نه د په لاس راغلو پيسو یو اندازه برخه وسله والو ته د عُشر په توګه ورکوله.
نن یکشنبه د (اپریل په ۵ مه) د ۲۱۵ میوند قول اردو د لومړۍ لوا د څلورم کنډک قوماندان ډګرمن حنیف الله شینواري په یادو سیمو کې سلام وطندار ته وویل، چې د سیمې د خلکو په مرسته او غوښته یې پرته له جګړې نه ټولې سیمې تر خپل واک لاندې راوستې دي.
د شینواري په خبره، د دې سیمې د خوندې ساتلو په موخه به یو شمېر امنیتې پوستې هم جوړې کړي.
د شینواري په خبره، د دغو سیمو د امنیت د خوندي ساتلو په پار په بېلابېلو ځایونو کې امنیتي ځواکونه دېره شوي دي.
د سیمي اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو په ورتګ خوشاله دي. دوی وايي، له افغان ځواکونو پوره ملاتړ کوي.
دوی د پاکو اوبو، پخو سړکونو، پلونو او نورو رغنیزو پروژو د پیلېدو غوښتنه کوي.
دا پداسی حال کې ده، چې د سنګین ولسوالۍ د پوره نیولو په موخه شاوخوا ۷ زره افغان پوځیان چی په درنو وسلو سمبال دي؛ له تېرو۵۰ ورځو راهیسې جنګېږي؛ خو د سیمې د بشپړې نیونې په اړه یې تردې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ذوالفقار عملیات چې د ملي اردو له خوا د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې نظیم شوي دي، په تېرو ۱۴ کلونو کې د افغان ځواکونو ستر عملیات بلل شوي دي.