افغان حکومت د يمن د جګړې په اړه خپل دريځ په روښانه توګه اعلان کړ او ويې ويل، چې د افغانستان حکومت د یمن په جګړه کې د دغه هېواد له مشروع او قانوني حکومت څخه ملاتړ کوي.
حکومتي لوړ پوړي چارواکي زياتوي، که عربستان ته هر ډول ګواښ متوجې شي د افغانستان دولت او خلک به په خپل ټول قوت سره د دغه هېواد ټينګ ملاتړ وکړي.
د ارګ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان دولت د عالمانو د شورا له غړیو، له روحانیونو، سیاسي مشرانو او جهادي مشرانو سره په دې برخه کې له خورا زياتو سلا مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلي دي.
ارګ په خپله خپره کړې اعلاميه کې زياته کړې، چې د افغانستان دولت او خلک له سعودي عربستان سره نژدې ژورې دیني او تاریخي اړیکي لري، نو په عربستان کې د مقدسو ځایونو دفاع د هرمسلمان اساسي دنده ده.
جمهوري ریاست وايي، د ملي امنیت په شورا کې له سلامشورو وروسته پرېکړه وشوه، چې د سیمې سوله او امنیت خورا مهم دی او په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادو ترمنځ باید د ورورولۍ فضا رامنځته شي.
خو د چارو ځېنې شنونکي وایي، چې افغان دولت باید په خپلو څرګندونو کې ځکه احتیاط وکړي، چې کېدای شي دغه ډول څرګندونې د افغانستان او ایران ترمنځ په اړیکو ناوړه اغېزه ولري.
د شنونکو غبرګونونه
د پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه وحید بینش بیا وایي، افغان دولت ته نه وو په کار، چې په داسې حساسو سیاسي او اقتصادي حالاتو کې یې دغه ډول دریځ غوره کړي وای.
دده په وینا مناسبه وه، چې افغان دولت د یمن اوسعودي عربستان د کشالې په اړه د منځګړیتوب غږ پورته کړي وای.
په همدې حال کې د اجراییوي رییس فرهنګي سلاکار فاضل سانچارکی وایي، چې د افغان دولت اعلامیه پر یمن د سعودي عربستان د برید د ملاتړ مانا نه لري.
په دې اعلامیه کې راغلي که الحرمین الشرفین ترګواښ لاندې راشي؛ نو افغانان او نورمسلمانان دنده لري، چې ور څخه دفاع وکړي.
همدارنګه د یمن د ستونزې په اړه ویل شوي دي، چی افغان دولت د سولې او خبرو اترو غوښتونکي دي او دا په ایران پورې څه اړه نه لري.
د ارګ اعلامیه په داسې مهال خپرېږي، چې افغان دولت خپل بهرنی سياست په پنځوو کړيو ويشلي دي، چې ایران ته پکې په دويمه کړۍ کې ځای ورکړل شوی دی.
شاوخوا يوه اونۍ وړاندې سعودي عربستان او د دغه هېواد په مشرۍ د فارس خلیج عربي هېوادونو او په افریقا کې مصر او سوډان په یمن کې پرحوثیانو هوايي بريدونه پيل کړي دي.
ياده دې وي، چې د يمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له لوري د حوثيانو ملاتړ کيږي او اوسمهال د دغه هېواد پر مرکز صنعا ښار کې واکمن دي.
له همدغو جنګ جګړو له امله د یمن اوسنی ولسمشر عبدربه منصور هادي له صنعا نه عدن ته وتښتېد او بیا له دغه ځای څخه عربي هېواد سعودي عربستان ته پناه يوړه.
له دې وړاندې د پاکستان حکومت هم د افغانستان په شان دريځ غوره کړ او د یمن په جګړه یې له سعودي نه ملاتړ اعلان کړی و.
خو د ځینورپوټونو په اساس ایران د پاکستان د دې پرېکړې په اړه توند غبرګون ښودلی و.
له دې ښکاري، چې اوس افغانستان بهرنی سياست بدل شوی او نوی حکومت هيڅکله نه غواړي، چې په هر حالت کې بې طرفه پاتې شي.
خو ځينې بيا اندېښنه لري، چې يمن کې د دغې جګړې يو پټ ملاتړ کوونکی هېواد ایران دی او ایران د سني او شعيه مذهبي موضوعاتو له امله د سعودي عربستان سره سخت په تضاد کې دی، نو له همدې امله کېدای شي د هند او پاکستان په شان په افغانستان د بلې نيابتي جګړې ور پرانيستل شي.
اخوا ایران هم د افغانستان پر خلاف غږ کړی، چې سعودي عربستان باید ژر تر ژره پر دغه هېواد له خپلو هوايي بريدونو لاس واخلي، خو عربان بيا ایرانيان ملامتوي، چې دوی د حوثيانو ملاتړ کوي.
شنونکي دا هم وایي، چې افغان دولت دا اعلامیه د دې لپاره خپره کړې، چې د سعودي عربستان دولت د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په پېل کېدو کې مرسته وکړي او دا هم ویل کېږي، چې د سولې خبرې به په راتلونکې اونۍ کې پیل شي.





