د تخار ولایت ځايي چارواکي وايي، قاچاق وړونکي تاجکستان ته د کوکچې ولسوالۍ له لارو نشه یي توکي لېږدوي.
د تخار والي ویاند سنت الله تېمور سلام وطندار ته وویل، قاچاق وړونکي د سرحد په دواړو خواوو کې د شته امکاناتو نه په ګټنې، نشه يي توکي تاجکستان ته اړوي.
د تیمور په وینا، زیاتره قاچاق وړونکي په سیمه کې د اړیکو په لرلو سره د نشه یي توکو قاچاق کوي.
دی وايي، د افغانستان دولت ته په کار دي، چې د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره له پاکستان سره پر کرښه امنیتي پوستې جوړې کړي.
د سنت الله تېمور په وينا، امنیتي ځواکونه تراوسه پورې د قاچاق وړونکیو په پېژندنه او په سیمه کې د هغوی د اړیکو په اړه نه دي بریالي شوي.
خو وايي، تاجکستان هېواد ته یې د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي او کموالي لپاره نوي پلانونه په پام کې نیولي دي.
د تخار ولایت یو مدني فعال اسلام الدین وايي، د تاجکستان هېواد سره په سرحدي ولایتونو کې د نشه يي توکو قاچاق معمولي کاروبار دی او زیاتره قاچاق وړونکي له ځايي چارواکیو سره اړیکې لري.
دغه مدني فعال زياتوي، قاچاق وړونکي د ځايي چارواکیو له ملاتړه پرته نه شي کولی، چې نشه يي توکي تاجکستان ته ولیږدوي.
د تخار والي ویاند د نشه يي توکو په قاچاق کې د ځايي چارواکیو لاس لرل ردوي او وايي، چې په دې ورستیو کې د روستاق او دشت قلعه ولسوالیو د پولیسو قومندانان او یو شمېر سرتېري له قاچاق وړونکیو سره د مرستي په تور نیول شوي دي.
د نشه یي توکو د قاچاق مسله د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله، د واړو هېوادونو له پاره له کلونو راهیسې په یوې ستونزې بدله شوې ده.
داسې معلومیږي، چې د تاجکستان هېواد د نشه یي توکو د لیږد او قاچاق پر وړاندې د مبارزې طرحه چې د روسيي نظامي او مالي ملاتړ له ځانه سره لري تر دې دمه ګټوره نه ده ثابت شوې.
تاجکستان د افغانستان هغه ګاونډی هېواد بلل کيږي، چې تر اوسه يې د افغانستان په داخلي چارو کې د لاس وهنې راپور نه دی خپور شوی او تل يې له کابل سره د دوستۍ او همکارۍ اعلان کړی، خو په دې وروستيو کې دغه هېواد له افغانستان څخه ويره پېدا کړې او وړاندې تردې د افغانستان سره پر پوله د ترهګريزو بریدونو د مخنيوي په موخه د پوځي ځواکونو د ګمارنې راپورونه يې هم خپاره شوي و.