د روسیي ایتر تاس خبري اژانس په یوه تازه راپور کې لیکلي دي، چې د افغانستان د شمالي پولو په اخوا غاړو کې له ۳۰ زرو نه زیاتو تاجکستاني ځواکونو پوځي مانورونه پیل کړي دي.
تاجکستاني چارواکي وايي، د دې پوځي تمریناتو موخه د افغانستان له خوا د نړیوالې ترهګرۍ د احتمالي برید او ګواښ لپاره تیاري بولي.
د تاجکستان د دفاع وزارت وايي، چې په دې پوځي مانورونو کې له ۱۰۰ زیاتو زغره والو موټرو او چورلکو کار اخلي، چې د مارچ تر ۱۴ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د تاجکستان هېواد له دې وړاندې هم د کندز ولایت سره په شریکه پوله د پوځي چمتوالي په اړه خبرونه ورکړي وو.
د دغه د وسله وال پوځ ویاند فریدون محمد علییف ویلي وو، د دې لپاره یې په سرحدي سیمو کې پوځیان ځای پر ځای کړي دي، چې د ترهګریز برید او غیر قانوني نشه يي توکیو د واردولو مخه ونیسي.
د منځني ختیځ په اړه د مسایلو کارپوهان د تاجکستان له خوا په سرحدي سیمو کې پوځي چمتوالی د اندېښنې وړ نه بولي او وایي، چې افغانستان او تاجکستان په اوسني حالت کې یو له بله خطر نه ویني، خو په ځېنو لېرې پرتو سیمو کې وسله وال ګروپونه هم موږ ته او هم هغوی ته خطر پېښولی شي.
له دې وړاندې بريټانيوي رسنيو له لوري داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې په هلمند ولایت کې د داعش ډلې لپاره اساسي کارونه پېل شوي او ښايي د طالبانو سپین بېرغونه د داعش په تورو بېرغونو بدل شي.
کېدای شي تاجکستان د دغې نړېوالې ترهګرې ډلې له ويرې د افغانستان سره پر پوله پوځي تمرينات پېل کړې وي، خو په دې اړه بیا ځينې افغان سياسي چارو کارپوهان بېلابېل نظرونه لري.
د سیمې کارپوهان وايي، چې تاجکستان د خپل ځان د خوندي کولو او د نشیي توکیو او مافیایي ډلود مهارولو لپاره تیاری نیسي.
دوی په دې باور دي، چې تاجکستان د پوځي تمریناتو لپاره چمتوالی نه یواځي دغه هېواد ته، بلکې افغانستان ته هم ګټور تمامېدلی شي.
د ده وینا په سیاسي او پوځی لحاظ تاجکستان کله هم نه غواړي، چې افغانستان ته ګواښ پېښ کړي.
د سیمه ييزو مسایلو کارپوه محمد امین حیدري په دې نظر دی، چې تاجکستان له دوو ننګوونکیو ستونزو سره مخ دی، رادیکالي او تندلارې ډلې او د نشیي توکو مافیایی ډلې دي.
ښاغلی حیدري زیاتوي،هغه فشارونه چې په رادیکالي ډلو باندې په افغانستان او پاکستان کې راوړل شوي، د دې احتمال زیاتولی شي، چې دا ډلې د تاجکستان په خوا وخوځېږي، ځکه خو د دې ډلو د مخنيوي لپاره چمتوالی ضروري بولي.
خو د منځني ختیځ د هېوادونو کارپوه جماالدین بدر بیا په دې باور دی، چې تاجکستان په خپله د ازبکانو له طاهر یلداش یا یلداشوف اسلامي او نورو لویو وسله والو ډلو سره لاس ښې اړيکې لري، ښايي د پاکستان په شان له خپلو راټوکول شویو ډلو له خطر سره مخ شي.
د ده په وینا له داعش ډلې سره د همدې وسله والو ډلو یو ځای کېدل د دې امکان لري، چې تاجکستان او سیمه نوره هم نا امنه کړي.
بدر وايي چې پروسږ کال د بدخشان او کندز امام صاحب ولسوالۍ یو شمېر سیمي، چې له تاجکستان سره سرحدي پوله لري، یو څه ناامنه شوې، خو د افغان پوځیانو د چاڼيزو عملیاتو په لړ کې له کوچنیو وسله والو ډلو پاکې شوې.
د بدر په خبره، افغان حکومت د وسله والو سخت دریځو په ځپلو او مخنیوي کې هیڅ ډول ځواک نه دی سپمولی.
په افغانستان کې د نړېوالې ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره له نن څخه کابو ۱۴ کاله وړاندې نړیوال ځواکونه افغانستان ته راغلل او د افغان ځواکونو سره په ګډه د تروریزم پر وړاندې جګړه وکړه.
د تاجکستان هېواد له خوا دا پوځي مانورونه په داسې حال کې کیږي چې د امنیتي لیږد د پروسې تر بشپړولو وروسته په هېواد کې ټول امنیتي عملیاتو پلان او پلي کول د افغان امنیتي ځواکونه له لوري په خپلواک ډول ترسره کیږي.
بل خوا د (مارچ په ۱۱مه ) ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان لپاره د فدراتیفې روسیې له ځانګړي استازي سره د لیدنې پر مهال له ګاونډیو هېوادونو سره د همکاریو په پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل، چې افغانستان د ښه ګاونډیتوب د اصل له مخې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي دي او په دغو همکاریوکې به لا نور پرمختګ هم راشي.
افغان ولسمشر څرګنده کړه، چې سیمه د ترهګرۍ له نوي خطر سره مخامخ ده، چې د دغه خطر د مخنیوي لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د تروریزم پرخلاف ګډې او قوي مبارزې ته اړتیا ده.
د ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال رسنیزې کېږي، چې داعش ډلې په اسیا کې د نفوذ د زیاتوالي لپاره خپل لومړنی هدف افغانستان ټاکلی دی.
دغه ډله چې په عراق او سوریه کې تاسیس شوې له ګوانتانامو څخه د را خلاص شوي افغان طالب عبدالرووف په مشرۍ د افغانستان په هلمند کې رامنځ ته شوه او دا يې په افغانستان کې لومړنی مرکز بلل شوی دی.
په افغانستان کې د داعش ډلې لومړی مشر عبدالروف خادم د خپلو ۶ ملګرو په ګډون، د (فبرورۍ ۹مه) په هلمند ولایت کې د ایساف ځواکونو له لوري په هوايي برید کې ووژل شو.
ملا عبدالرووف خادم سلفي مذهبی تندلاری و، چې په ورستيو کلونو کې طالب مشرانو دخپلو وسله والو په منځ کې په دنده وګماره.
د بریتانیا ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي، چې د داعش ډله په افغانستان کې رامنځ ته شوې ده او د دې ډلې تور بیرغونه د سپینو طالباني بیرغونو ځای نیسي او دا لړۍ له سویلي هلمند څخه (چې له دیارلسو کلونو راپه دې خوا پکې د طالبانو عمده مرکزونه فعال ول) پیل شوې او د افغانستان نورو سیمو ته د پراخېدو په حال کې ده .
د سیاسي چارو نړیوال کارپوهان، داعش ډله د سیمې لپاره ډیره خطرناکه بولي، خو په لومړي سر کې هغه افغانستان ته یو ناورین ارزوي وايي، چې د افغانستان نوي ولسواک بنسټونه او حکومت به په اسانه ولړزوي او کېدای شي د افغانانو او بهرنیانو په وینو تر لاسه شوی نسبي ثبات د بې ثباتۍ په لور وښویوي.
د تاجیکستان جمهوريت منځنۍ اسيا په وچې پورې یو تړلی هېواد دی، چې په شمال کې له قرغزستان سره, په سوېل کې د افغانستان سره، په لوېديځه خوا د ازبکستان سره او په ختيځه خوا کې د چين سره ګډې پولې لري.





