د بالي ووډ مشهورې فلمي لوبغاړې انجیلینا جولي له ۲۴ کاله فلمي اداکاري نه وروسته له فلمي نړۍ سره مخه ښه وکړه.
نوموړې وايي چې دې د شخصي ستونزو له امله فلمي نړۍ پرېښوده، خو هغه وايي چې لا هم له فلمونو سره نږدې پاتې ده، او له دې وروسته به د فلمونو جوړونکې ( ډایرکټرې) په توګه کار وکړي.
انجیلینا وړاندې وايي چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې يې د پلار له مړینې وروسته هوډ وکړ چې فلمي نړۍ پرېږدي، خو د مور د هڅونې په خاطر يې بیا هم دوام وکړ.
انجیلینا په امایټ هارټ، وانټډ، چینجلنګ، ساټ، مسټر اینډ مسز اسمت او ان بروکین په فلمو کې لوبېدلې ده، چې د هاولي ووډ مشهور فلمونه بلل کېږي.
جولي د بالي ووډ سینما هغه تکړه او مشهوره لوبغاړې ده چې په ډيرو خیریه کمپاینونو کې یې هم برخه اخیستې.
تر دې وړاندې هم انجیلیان جولي د ملګرو ملتونو په استازیتوب له مهاجرینو سره د مرستې له پاره په نړۍ کې د چندې په تمه ګرځېدلې ده.