د ملي شورا غړیو په یوه کال کې ولایتونو ته ۳۱۴ سفرونه کړي

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام‌فاروق وردګ نن «ملت ته د دولت د ځواب ویلو» په پروګرام کې وویل، د ملي شورا غړیو په تېر کال کې ولایتونو ته ۳۱۴ سفرونه کړي دي. نوموړی د دغو سفرونو موخه د خلکو د ستونزو حل او د پراختیايي پروژو د پرمختګ لپاره یادوي.

د هرات مدني فعالانې: طالب بندیان دې له قید او شرط پرته نه خوشې کېږي

د هرات یوشمېر مدني فعالانو نن د یوې خبري غونډې پر مهال د طالب بندیانو پر خوشې کولو نیوکه وکړه او ویې ویل، له قید او شرط پرته د دومره ډېر شمېر بندیانو خوشې کول د ښځو د حقونو، بیان ازادي او نورو لاسته‌راوړنو راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي.