د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د پخوانيو کارکوونکيو دوسيه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شوه

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند سمیر رسا سلام‌وطندار ته وويل، وروسته له هغې چې د ياد وزارت مسوولانو د د دې وزارت د پخوانيو کارکوونکيو پيغامونه ته لاس‌رسی پيدا کړ، ټول شواهد او اسنادونه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل.

«امریکا د تاوتریخوالي کمولو په تړاو په تازه غوښتنو سره د وخت بې‌ځایه تېرولو هڅه کوي»

طالبانو د روان ميلادي کال د جنورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه یوه اعلامیه کې ویلي، داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي په کمولو هوکړه شوې؛ خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تاوتریخوال

پدرام: حکومت دې له سياسي ډلو سره يو ځای د سولې په خبرو کې ګډون وکړي

ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند عبدالطیف پدرام نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل، طالبان د محمد اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نه دي حاضر او حکومت بايد له نورو سياسي ډلو سره يو ځای د سولې خبرو کې ګډون وکړي.