۹ کاله وروسته به یوځل بیا افغانستان له جرسي سره د کرکټ لوبه وکړي

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نږدې ۹ کلن انتظار وروسته یوځل بیا د ۲۰۰۸ ز کال پنځم (ډویژن) سیالیو خاطرې را تازه کړي.

افغانستان سبا د کرکټ نړېوالې شورا له خوا د ۲۰۱۶ ز کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو وړاندې په لومړۍ رسمي تمریني سیالۍ کې له جرسي کرکټ ملي لوبډلې سره لوبیږي.

د افغانستان او جرسي کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د سبا ورځې ۲۰ اوریزه تمریني سیالۍ د افغانستان په وخت مازدیګر ۵ بجې او ۴۵ دقیقې په سکاټلینډ کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د وروستي ځل له پاره د نوروز منګل په کپتانۍ کې، خو د پخواني ال راونډر هستي ګل عابد دنه هیریدونکې لوبې په مټ جرسي ددوی په هیواد کې لوبه کړې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبه د پنځم (ډویژن) لوبو پرمهال ترسره شوه، چې په کې افغانستان د کوربه لوبډلې له خوا ۵۰ اوریزه لوبه کې د ۸۱ منډو هدف د لوبې په ۳۸ م اور کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړې وو او په نړېواله کچه یې د اتلولۍ لومړی جام ګټلی وو.

په لوبه کې هستي ګل عابد له نورو افغان بالرانو زیاتې ۳ ویکټې او دغه راز له ټولو افغان لوبغاړو زیاتې ۲۹ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې وې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی وو.

د یادونې وړ ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د لومړۍ او یواځینۍ سیالۍ راپدیخوا نږدې۶ کاله تیریږي، خو د جرسي په لوبډله کې د هغه مهال یواځې یو لوبغاړی پیټرګف شتون لري، چې د سبا ورځې په سیالۍ کې به د جرسي کرکټ ملي لوبډلې کپتاني وکړي.

دغه راز د سبا ورځې سیالۍ له پاره په اوسنۍ افغان لوبډله کې بیا دهغه مهال ۷ لوبغاړي نوروزمنګل، اصغرستانکزی، نبي عیسی خیل، حمید حسن، شاپورځدران، سمیع الله شینواری او ګلبدین نایب لاهم شامل دي، چې د سبا ورځې په سیالۍ کې به شپږکلنې خاطرې یو ځل بیا را ژوندې کړي.

ټاکل شویده افغان کرکټ ملي لوبډله به د څلورم ځل لپاره شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته درسیدو لپاره په دوهمه تمریني سیالۍ کی له هانګ کانګ سره او په رسمي سیالیو کی به هالینډ، سکاټلینډ، عربي امارات، کینیا، کاناډا او عمان لوبډلو سره په لیګ پړاو کې لوبې ترسره کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام