۹۶ل،ل کال د ټولنیزو خوځښتونو کال و

د ځېنو ټولنپوهانو په اند ۱۳۹۶ل،م کال د راتلونکیو کلونو له‌پاره د ټولنیزو بدلونونو ته زمینه برابره کړې، په دغه کال د رڼايئ غورځنګ لمن له هېواده بهر وغځېده او دغه‌راز، رستاخیز خوځښت د څوو اوونیو له‌پاره پلازمېنه ولړزوله.

۱۳۹۶ل،م کال هېوادوالو، سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو ګڼ اعتراضونه، اعتصابونه او راټولېدنې درلودې. له هر اعتراض وروسته د چارو څېړونکیو د سیاسي حرکتونو په ځانګړي ډول د ټولنیزو خوځښتونو د پایلې په اړه په تینګار دا ویل چې افغاني ټولنه د هرې ورځې په تېرېدو سیاست‌ځپلې کېږي.

د ټولنپوهانو په باور، په کړکېچ ځپلو هېوادونو کې د دولتونو سیاست له وټییزې او کلتوري ودې سره همغږي نه‌لري او ټولې ډلې ګومان کوي د سیاسي مسایلو په حلولو کولی شي پر نورو هغو خنډونو لکه ټولنیزو، وټییزو او کلتوري موضوعاتو برلاسي او بریالي شي.

ټولنپوه جمعه خان محمدي وايي، موجود سیاسي کړکېچ او دوامداره جګړه لامل شوې چې عمومي لید د سیاست پر حوزه ورټول او په باور یې په باثباتو هېوادونو کې بیا هنر، اقتصاد او علمي پرمختګونه د خلکو اصلي اندېښنه ده؛ په هغو کې چې جنګ دی خلک بیا د جګړې، امن او ټیکاوو په فکر دي.

د طالبانو رژیم له نسکورېدو راوروسته په ۲۰۰۳م کال کې افغان وګړي د اساسي قانون لرونکي شول، هغه قانون چې ټولنیزې، سیاسي او کلتوري ازادیو وړاندوینه یې کړې ده. له کبله یې د صنفي اتحادیو او مدني بنسټونو جوړېدو فرصت رامنځته او په دې توګه خلکو د بېلابېلو راټولېدنو پربنسټ له دولته خپلې روا غوښتنې وکړې.

ټولنپوهان په دې باور دي چې په هېواد کې د مبارزې څرنګوالي بدلون کړی دی او د ښار نفوس زیاتوالي لامل شوی وګړي د عدالت غوښتنو په برخه کې له نویو لارو چارو ګته واخلي. د تبسم، رڼايئ، او رستاخیز غورځنګونه رامنځته کېدل د دغو بدلونونو زېږنده دي.

مدني فعال ودود پدرام په دې باور دی په افغانستان کې قانون په هېوادوالو یو ډول نه دی عملي شوی. پدرام وايي، د رستاخیز او رڼايئ غورځنګونه د دولت ناپامۍ، نه ځواب ویلو او د هېوادوالو ورځ تربلې زړه تورۍ له امله رامنځته شوي دي.

په ۱۳۹۶ل،م کال کې عدالت غوښتنې او اعتراضونه هغه برید ته ورسېدل چې حکومت «د اجتماعاتو، اعتراضونو او اعتصابونو قانون» تدوین کړ.خو دغه قانون سم لاسه د مدني بنستونو او حقوق بشر رد کړ. د دوی په باور، دغه قانون د اساسي قانون روحیې خلاف تدوین شوی دی. دغه‌راز ولسمشر غني د ملي شورا د رخصتي تشې پرمهال یاد قانون توشیح کړ.

۹۶ کال د مېرمنو له‌پاره هم یو مناسب کال نه و. په دغه کال کې له مېرمنو سره د تاوتریخوالي نوې بڼې ولیدل شوې. په دغه کال کې د زهرا خاوري ځان‌وژنه د تاوتریخوالي یوه ښکاره بېلګه وه چې زښت غبرګونونه یې لرل.

په ظاهر کې زهرا خاوري د خپل مونوګراف دفاع رد له‌پاره ځان وژنه وکړه خو بیا هم دا ځانه وژنه د دې سبب شوه چې زیات شمېر کسان په پوهنتون کې د موجود پټ ظلم پر وړاندې خوله خلاصه کړي او د پوهنتون دورې له سختو تجربو خبرې وکړي؛ د رسنیزو لانجو په اوج کې د زهرا خاورې دوسیه محکمې ته وړاندې شوه خو د هېواد عدلي او قضايي بنسټونو دغه غږونه چپ کړل.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم دغه کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۳۴۰ دوسیو ثبتېدو خبر ورکړ سره له دې چې د ۹۵ کال په پرتله د تاوتریخوالي مراجعې کچه ۱۱.۷،۹۵ سلنه لوړه شوې وه خو د مدني فعالانو په باور د جګړې‌ پراختیا لامل شوې له ښځو سره د تاوتریخوالي ټولې پېښې د دغه کمېسیون له نوملړه پاتې شي.

د دې ټولو پېښو ترڅنګ دغه کال کې ښځو لاسته راوړنې هم درلودې. د زهرې د موسیقۍ ډلې د ۲۰۱۷ کال فري میوز جایزه وګټله، دغه‌راز ولسمشر ته لیک د رویا سادات فلم د اسکار جایزې په ۹۰ پړاو کې د غوره خارجي فلمونو په لړ کې د علومو اکاډمۍ او سینمايي هنرونو په توګه معرفي شو.

سربېره پر دې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي ټیم د جامو پرسر لانجې را پیدا شوې دا په داسې حال کې وه چې د افغانستان ښځینه فوتبال ټیم له هېواده بهر اردن سره په لوبه کې د پوره حجاب له مراعت کولو پرته د لوبې ډګر ته راووتې. د همدغې لوبې د ښځینه فوټبال لوبغاړیو انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې جدي غبرګون سره مخ شول او د فوټبال فدراسیون رییس اړشو له ټول ملته بښنه وغواړي.

په کلتوري برخه کې فرهنګیان ادعا کوي چې لازم پرمختګونه شوي. که یوازې د کتاب لوستلو کلتور وڅېړو څرګنده ده په دغه کال کې د لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا یو انلاین کتابتون پرانیستل شوی، په ځینو ولایتونو کې ګرځنده کتابتونونه جوړ او د فرهنګیانو ترمنځ د کتاب ورکړې فرهنګ ته کار شوی دی.

خو د اقتصادي کارپوهانو په باور په ۹۶ کال کې د وطنوالو د عوایدو کچه له تېرکاله کمه وه، سره له دې چې حکومت وتوانېد د کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي په شان سترو پروژو تطبیق په برخه کې ګامونه پورته کړي خو بیا هم ونه‌توانېد چې په هېواد کې د پانګونې له‌پاره د خصوصي سکټور قناعت ترلاسه کړي. په پای کې د نفوسو زیاتېدل له یوې خوا او د خصوصي پوهنتونونو زیاتېدل بل خوا د لوستو وزګارو شمېر زیات کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام