۹۰ ورځې وروسته به برېښنايي تذکرې وویشل شي

د بریښنايي تذکرو ویش اداري مسوولین خبر ورکوي، چې شاوخوا درې میاشتې وروسته به د برېښنايي تذکرو د ویش لړۍ پېل شي او ددې ادارې عملیاتي پروګرام په ۱۳۹۵ لمریز کال کې حکومت تایید کړ.

د برېښنايي تذکرو ادارې رېیس همایون محتاط د چهار شنبې ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې تر راتلونکو ۹۰ ورځو پورې به په ازمايښتي بڼه د برېښنايي تذکرو ویش بهیر پلازمینه کابل کې پيل شي.

محتاط پروینا، په لومړي سر کې به هغو ۵۰۰ زره عامو وګړو او دولتي کار کوونکو ته تذکرې ورته وویشل شي چې په دغه بهیر کې ثبت شوي.

د برېښنايي تذکرو ادارې رېیس وايي پلازمینه کې د بریښنايي تذکرو ویش له پاره داسې ۳۰ ډلې په پام کې نیول شوي چې هر ډله یې ۱۳ غړي لري او په ثابته او ګرځنده بڼه به دغه بهیر مخته یوسي.

همایون محتاط د دې لړۍ په اړه څرګنده کړه چې د رڼښت رامنځته کولو په موخه به دغه بهیر ته د کسانو ګومارل د شنبې ورځ د ادري سمون خپلواکه اداره اعلانوي.

همایون محتاط زیاتوي، په برېښنايي تذکرو کې له وطنوالو ۳۶ ځانګړتیاوې د ارشیف او ۸ د پيژندګلوۍ نظرونه اخیستل کیږي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي نعمت الله غفاري سلاموطندار ته وویل چې که چېرې نفوسو احوالو ثبت قانون کې د تعدیل په اړه فرمان ولسي جرګې ته ونه لېږل شي د برېښنايي تذکرو ویش بهیر ناقانونه دی.

د برېښنايي تذکرو د ادارې د مالوماتو له مخې ددې تذکرو ویش بهیر د نفوسو احوالو ثبت په ټولو کتابونو کې هم دوام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام