د هېواد د ختیځ زون د عامې روغتیا ټولنې نن (پنج شنبه) ورځ د ملاریا نړیواله ورځ ونمانځله.
د افغانستان د ختیځ زون د عامې روغتیا ټولنې چارواکو وویل، چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې ۶۰ سلنه خلک په ملاریا د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.
د ملاریا ناروغۍ انتقالونکي غوماشي زیاتره په ګرمو سیمو کې ژوند کوي او د ملاریا ناروغي له یو کسه بل ته لېږدوي.
د دې ټولنې رییس ډاکټر حبیب اروال وویل، چې کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو زیاتره اوسېدونکي د دوبي په موسم کې د ملاریا په ناروغۍ اخته کېږي اوزیاتره هغه یې ماشومان او مېرمنې وي.
د اروال په وینا، د شمېرو له مخې ۷۵ سلنه افغانان په ملاریا د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي او افغانستان د اسیايي هېوادونو په کتار کې څلورم هغه هېواد دی، چې زیاتره اوسېدونکي یې د ملاریا سخته تبه ګواښي.
د راپور له مخې په ټوله نړې کې شاوخوا ۳،۲ بیلیونه وګړي په ملاریا د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي، چې زیات شمېر هغه یې د افریقايي هېوادونو اوسېدونکي کې دي.
په ورته وخت کې د نړیوال روغتیايي سازمان استازی ریچارډ پیپر کارډ وايي، چې په وروستیو لس کالونو کې د ملاریا ناروغي په برخه کې ویقایوي اقداماتو دغه ناروغي ۵۰ سنله کمه کړې ده او د شاوخوا ۴ میلیونو انسانانو ژوند یې ژغورلی دی.
پیپرکارډ زیاته کړه، چې نړیوال روغتیايي سازمان د افغانستان په ګډون په هغو هېوادونو کې چې د ملاریا ناروغي زیاته ده، په درمنله، مخنیوي او تشخیص کې مرسته کوي.
د نړیوال روغتیايي سازمان استازی ریچارډ پیپرکارډ وویل، چې په افغانستان کې د ملاریا د نابودولو په برخه کې د مرستو له پاره ژمن دي.