۳ کاله وروسته به افغان ماشومان د ګوزڼ له ناروغۍ پاک وي

د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې دوی جدي هڅې کوي، څو د راتلونکي ۲۰۱۸ م زيږدیز کال تر پایه پورې د ګوزڼ له ناروغۍ څخه افغانستان پاک کړي.

د یاد وزارت وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز نن دوشنبه (۲۰۱۵ زيږدیز/ جون ۸) کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، هڅې یې ګړندۍ کړي، چې سږکال تر پایه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ ودروي.

فیروز ژمنه وکړه، چې سږکال په ټول افغانستان کې درې پېښې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ رامنځته شوې چې دوه په فراه او یوه په هلمند کې وه.

د افغانستان په ګډون نایجریا او پاکستان هغه هېوادونه دي، چې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ پېښې په کې زیاتې لیدل کیږي.

ډاکټر فیروز وایې، دوی د پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي، چې پر ډ يورنډ کرښه ګرځنده روغتیايي مرکزونه جوړ او هغه کډوال چې افغانستان ته راځي ماشومان یې باید له راتګ وړاندې واکسین شي.

د هغه په خبره تر ۲۰۱۸ م زېږدیز کاله پورې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو له پاره کافي امکانات هم په واک کې لري.

همدارنګه د عامې روغتیا وزیر د خپلو درې میاشتنيو کړنو یادونه هم وکړه، چې په کلیوالي سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د پوښښ کچې زیاتوالی، د خوړو او درملو کیفیت ښه کېدو ځينې کارونه کړي دي.

ډاکټر فیروز وایې، هر کال افغانستان ته د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت درمل راوړل کیږي، چې زیات شمېر یې بې کیفیته او یاهم قاچاقي دي.

نوموړی زیاتوي، ۱۴۵ د درملو کمپنیو جواز یې لغوه کړې، چې ۲۵ یې بهرنۍ وې.

ډاکټر فیروز الدین زیری ورکړ، چې په راتلونکې کې به د درملو یو ملي شرکت جوړ کړي چې ټول خلک ترې باکیفیته او په ټيټه بیه درمل ترلاسه کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام