۲۴ کاله کېږي چې د بغلان جلګې ولسوالي بازار نه‌لري

د بغلان نهرین ولسوالۍ څنګ کې د جلګې ولسوالۍ له رامنځته کېدو ۲۴ کاله تېرېږي؛ خو دغه ولسوالۍ لا هم بازار نه‌لري.

وايي، د جلګې اوسېدونکیو او ولسوال ترمنځ د اختلافونو او ننګونو له امله دې ولسوالۍ کې بازار نه جوړېږي.

سره له‌دې چې د طالبانو رژیم له نړېدلو وروسته او د لنډمهاله حکومت له پیل راهیسې بغلان کې میلیونونه ډالره لګول شوي؛ خو د رغولو او بیارغولو له چارو نیولې، د امنیت، برېښنا او اوبو تر تامین پورې، هېڅ مورد په جلګې ولسوالۍ کې نه‌دی پلي شوی.

د جلګې اوسېدونکي محمدالدین او برهان‌الدین د خلکو او ولسوال ترمنځ اختلاف، دغې ولسوالۍ کې د موجودې ستونزې اصلي لامل بولي.

د دوی په وینا، د هټیو او بازار د نه‌شتوالي ترڅنګ دا ولسوالي منظم سړک هم نه‌لري. د دوی په وینا، ناروغ مخکې له‌دې چې روغتون ته ورسېږي؛ د لارې د خرابوالي له امله په لاره ساه ورکوي.

دوی په یو هټي د پيدا کېدو او په هغه کې د سودا له نروخونو هم شکایت کوي.

فضل‌من‌الله د جلګې یوازینی هټیوال دی چې په هټي کې یې ډېر کم څه پیدا کېږي.

کوم څه چې د فضل‌من‌الله هټي کې پلورل کېږي؛ د بازار له بیې دوه درې برابره لوړه بیه لري.

دی وايي، سره له‌دې چې دوه کاله مخکې یې هټی جوړ کړی؛ خو تراوسه پورې ولسوالۍ کې د ولسوال په نوم څوک نه پېژني.

د جلګې ولسوالۍ اوسېدونکي له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ شوي‌دي.

د ولسوالۍ یوه څنډه کې د غیرمسولو وسله‌والو د زور ـ زیاتي له کبله یو معیوب شکایت کوي.

دا کس چې نور محمد نومیږي وايي، وسله‌والو کسانو یې کور ته اور واچولو او هېڅ بنسټ نه‌شته چې د ده حق ورته ورکړي.

له ډېرو هڅو سره ـ سره د دې ولسوالۍ د اوسېدونکیو ادعاوو په اړه مو د جلګې ولسوال نظر وانه‌اخیستلی شو.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي چې څو مودې وړاندې دې ولسوالۍ ته تللی، د یادو ستونزو منلو ترڅنګ وايي، یو کمېسیون یې ټاکلی چې د جلګې ولسوالۍ امنیتي ستونزو ته پر رسېدو سربېره د جلګې بازار ته د موقعیت ټاکلو پر سر اختلافونه هم حل کړي.

دی د ولسوالۍ اوسېدونکي پړه ګڼي او وايي، له بده‌مرغه خپله د ولسوالۍ اوسېدونکي د بازار له‌پاره د سیمې ټاکلو پر سر هوکړې ته نه‌دي رسېدلي او اوس غواړي هغه سیمه چې له مرکز نه لېږلي پلاوي د بازار له‌پاره غوره کړي ومني.

د بغلان جلګه ولسوالۍ د څه باندې ۴۰زره نفوس په لرلو پُلخمري ښار نه ۱۰۰ کیلومتره واټن لري چې ژمي او پسرلي کې د واورې ورېدلو او د سېلابونو د راوتلو له کبله د دې ولسوالۍ خام عمومي سړکونه د ټرافیکو پر مخ تړلي وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام