۲۲ دولتي قراردادونه د شرایطو نه پوره کولو له امله لغوه شوي دي

د ملي تدارکاتو اداره وايي، د ۲۶۰ قراردادونو له ډلې نه یې ۲۲ قراردادونه د شرایطو د نه پوره کولو له امله رد کړي دي.

دوی زياتوي، په دولتي بنسټونو کې د قراردادونو د روڼتیا له پاره دغه اداره د هغو شرکتونو ارزونه کوي، چې دولتي قراردادونه یې کړي.

د ملي تدارکاتو د پالیسي رییس مرتضی نن ( جون په ۷مه ) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې دغه اداره به د دولتي بنسټونو د قراردادونو د ارزونې سره سم د ګټونکو شرکتونو قراردادونه هم و ارزوي.

د نوري په وینا تر دې مهاله پورې ۲۸ شرکتونه د دغې ادارې له خوا ارزول شوي، چې د هر اړخیزو څېړونو وروسته د ۵ شرکتونه قراردادونه له لیسته ایستل شوي دي.

د تدارکاتو ملي اداره په اونۍ کې یو ځلې د ولسمشر په مشرۍ د قراردادونو د ارزونې یو ناسته لري، چې په دې ناسته کې د ټولو وزارتونو قراردادونه ارزول کیږي او له ارزونې وروسته تائید او یا هم لغوه کیږي.

د تداروکاتو د ملي ادارې رییس یما یاري وايي، تر اوسه پورې ۲۶۰ قراردادونه د تدارکاتو ملي کمېټې ادارې ته رارسېدلي دي او له دې ډله نه ۱۱۰ یې ارزول شوي او د تائید وړ کرځيدلي دي.

یاري زیاته کړه، چې تېره ماښام یې د ۲۰ قراردادونو له ډلې نه ۱۷ د ملي دفاع وزارت قراردادونه، ۲ د پوهنې وزارت قراردادونه او د ټرانسپورت او هوايي چلند ارزول شوي دي.

د یاري په وینا د ټولو تائید او ارزول شویو قراردادونو ارزښت، چې د یادې کمېټې له خوا ارزول شوي دي  ۳۹ میلیارده افغانیو ته رسیږي.

د ده په خبره د ۲۶۰ قراردادونو له ډلې نه یې ۲۲ قراردادونه د شرایطو د نه پوره کولو له امله رد کړي دي.

په ورته وخت کې د ملي تدارکاتو اداره وايي، چې له دې مخکې د ملي دفاع وزارت قراردادونه د فساد له امله لغوه شوي و، چې اوس هم د دې کمېسیون د څېړنې لاندې دي.

وړاندې تر دې ولسمشر غني د دفاع وزارت د سون توکو په قراردادونو کې د فساد له امله دغه قراردادونه ځندولي و.

د راپورنو پر بنسټ د ملي دفاع وزارت د سون توکو په قراردادونو کې په میلیونونه افغانۍ بډې اخیستل شوې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام