د کندوز ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې عمومي امیر ویسالدین تلاش سلام وطندار ته وویل، چې بېګا ۱۱ بجې د نوروز په نامه یو شخص د نعمت الله له مېرمنې سره د زنا په حالت کې نیول شوی، لومړی یې خپله مېرمنه او نوروز وژلي او بیا یې ترې په چاقو سرونه پرې کړېدي.
دا پېښه د کندوز ښار د «خاک کني» په سیمه کې شوېده.
تلاش زیاتوي، چې تورن نعمتالله د پولیسو له لوري نیول شوی او پهخپله کړنه نهدی پښېمانه.
د ده پر وینا، دواړه وژل شوي اشخاص واده شوي وو.