نن په ننګرهار کې د اخوت په نامه یو خصوصي شرکت او ۲۵۰ بزګرانو ترمنځ داسې تړون لاسلیک شوی چې له مخې به یې له بزګرانو نه د جوارو حاصلات په ښه بیه پېرل کېږي.
دا قراداد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دویم ملي لومړیتوب پروګرام په اډانه کې لاسلیکېږي چې موخه یې د غذايي خوندیتوب رامنځته کېدل او د کروندګرو حاصلاتو کې زیاتوالی راوستل دي.
دویم ملي لومړیتوب پروګرام د کرنې د نړۍوال صندوق په مالي مرسته د کرنې وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې پلی کېږي.
د دې پروګرام لهمخې، د ننګرهار کرنې ریاست د دې ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې د جوارو ۲۵۰ نمایشي قطعې جوړې کړي چې د جوارو تېر فصل کې یې ۲۴۵ میټریک ټنه غله تولید کړېوه.
نبي جان، ثواب ګل او یوسف خان د روداتو، خېوې او دره نور ولسوالیو کروندګر وايي، د دویم ملي لومړیتوب پروګرام په اډانه کې پر کتارونو د جوارو او نورو کرنیزو توکیو کرلو سره یې حاصلاتو کې پاموړ زیاتوالی راغلی او اوس خوښ پهدې دي چې د جوارو د حاصل لهپاره ښه بازار مومي.
دوی وايي، پخوا به یې خرورونه جوار په ټیټه بیه پلورل.
د اخوت په نوم دا قراردادي شرکت په ننګرهار کې د چرګانو د غذايي موادو جوړولو مرکز لري. د دې مرکز مسوول بسمالله رسنیو ته وویل، د چرګانو د دانې تولیدونو پهدې میل کې د ورځې ۱۰۰ ټنه دانه تولیدېږي چې سم نیم پهکې جوار ګډوي.
دی وايي، سره له دې چې د اوسني تړون له مخې به له ټولو ۲۵۰ کروندګرو د جوارو حاصل په ښه نرخ اخلي؛ خو ټول ننګرهاري کروندګر کولای شي چې دوی ته خپل جوار وروړي.
د ده په خبره، ننګرهار کې د اخوت میل تر څنګ درې نور میلونه هم شته؛ خو تړون یوازې له دوی سره شویدی.
ښاغلی بسمالله وايي، ننګرهاري کروندګر به نور د جوارو په فصل کې هېڅ اقتصادي زیان ونه ویني.
په همدې حال کې ننګرهار له پاره د کرنې وزارت د دویم ملي لومړیتوب پروګرام ولايتي مسوول نوراغا نوښت رسنیو ته وویل، دغه پروګرام په عمومي ډول د اوبو لګولو، ترویجي خدماتو وړاندې کولو، مالدارۍ او خصوصي سکتور د ودې او تقويې لهپاره رامنځته شوی چې بنسټیزه موخه یې د غذايي خوندیتوب رامنځته کول او په عین وخت کې د کروندګرو عوایدو کې زیاتوالی راوستل دي.
دی وايي، د ننني تړون لاسلیکولو موخه هم د کروندګرو حاصلاتو ته ښه بازار موندنه ده.
لهدې مخکې هم ننګرهار کې د شولو او غنمو برخه کې دغه وړ تړونونه لاسلیک شوي چې تر ډېره ترې کروندګر خوښ دي. د کرنیزو چارو کارپوهان باوري دي، کهچېرې زراعت او مالداري په عصري او میکانیزه شکل واوړي؛ نو کرنیزو پیداوارو کې د څرنګوالي او څومره والي تر څنګ به مناسب بازار هم ومومي.