ننګرهار کې له ۲۸ زرو ډېرو کورنیو ته کاري موکې برابرېږي

 

د مخدره توکیو پر وړاندې د مبارزې وزیرې د ننګرهار له والي ګلاب منګل سره د ۲۲.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د کرنې د کلیوالي پراختیا د ازمایښتي پړاو د پلي‌کولو پروګرام هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

دغه پروګرام څخه له مخدره توکیو سره د مبارزې نړ‌ۍواله اداره او د امریکا متحده‌ایالتونو د قانون تنفیذ مالي ملاتړ کوي چې په عملي‌کېدو سره به یې اته‌ویشت نیم زرو کورنیو ته کاري موکې برابرې شي.

له مخدره توکیو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وايي، دغه پروژه د ننګرهار ولایت اچین، چپرهار، روداتو، شېرزاد، کوټ او خوګیاڼیو ولسوالیو کې پلي‌کېږي او وروسته به نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

له مخدره توکیو سره د مبارزې وزارت چارواکیو په وینا، دغه پروګرام به تر ۲۰۲۰ کال پورې دوام وکړي.

د مېرمن عظیمي په خبره، دغو محصولاتو کې ډېر پام ارزښتناکو محصولاتو، لکه پستې، بادام، تازه مېوو لکه زردالو، انځر، انار او داسې نورو ته شوی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام