په کابل کې د یوه خصوصي روغتون ډاکټره ګلصنم احمدزۍ وايي، د زړه او مغزي سکتې او میرګیو ناروغیو لپاره یې داسې درمل جوړ کړي چې د یادو ناروغیو سل سلنه درملنه پرې کېدای شي.
د نوموړې په وینا، یاد درمل یې له بوټو جوړ کړي او د زړه او مغزي سکتې ناروغیو لپاره ټک او پتری دی؛ په داسې حال کې چې په نورو درملو یوازې له ۳۵ تر ۴۰ سلنې د یادو ناروغیو درملنه کېږي.
ګلصنم احمدزۍ وايي، که څه هم د دې درمل د نورو پرمختللو درملو په پرتله ښه کیفیت لري، ارزانه دي او هېڅ ډول جانبي عوارض نهلري، خو د عامې روغتیا وزارت تر اوسه چمتو نهدی چې په رسمي بڼه یې ثبت کړي.
په همدې حال کې یو ناروغ محمدانور خوستی چې د زړه تر سکتې وروسته یې د زړه ښی وال بند شوی و، خو اوس په یادو درملو یې نه یوازې د زړه وال خلاص شوی، بلکې ناروغي یې هم ښه ده.
د نوموړي په وینا، د یادې ناروغۍ د درملنې په موخه پاکستان ته هم تللی، خو اوس په یادو درملو چې له ۲۰ تر ۲۵ ورځو پورې یې خوړلي، روغ شوی دی.
د «په زړهسوري» ناروغانو درملنه دوه برابره ډېره شوې
په ۳کلونو کې به د «تور زېړي» د ۲۰زره ناروغانو درملنه وشي
شاوخوا ۲ زره ماشومان د زړه سوري ناروغۍ ګواښ سره مخ دي
خو د عامې روغتیا وزارت مسوولان د یادو درملو جوړېدو په اړه ناخبري ښیي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، که څه هم تر اوسه د یادو درملو د ثبت په اړه له وزارت سره خبره نهده شریکه شوې، خو جوړوونکي کولای شي چې د درملو د تنظیم ملي ادارې ته ورشي او د خپلو درملو د ترکیب په اړه ورسره خبرې وکړي؛ ځکه وزارت د یادې ادارې تر تایید پرته د هېڅ ډول درملو د ثبتولو حق نهلري.
بلهخوا د دغه خصوصي روغتون مسوولان وايي، تر اوسه یې د بوټو پر نویو درملو د زړه او مغزي سکتې او میرګي لرونکیو ۱۰ ناروغانو درملنه کړې ده.