په غور ولایت کې یوه تازه واده شوې ناوې د خپل ورور په واسطه ځکه وژل شوې، چې د ناوې مېړه لهخوا ورته ویل شوي و، چې خور دې باکره نهده او باید بېرته يې خپل کور ته یوسي.
له زنګ وروسته، د ناوې ورور د خپل واده شوې خور کره ورځي، په یوه پلمه يې له کوره باسي او په لاره کې یې وژني.
د غور ولایت امنیه قوماندان غلام مصطفی محسني سلاموطندار ته د دغې پېښې د تایید ترڅنګ وايي، چې دغه پېښه د غور ولایت شهرک ولسوالۍ په اوشان کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د غور قوماندان وايي، چې د دغې ناوې ورور د بدنامۍ له وجې دغه کار کړی دی.
د امنیتي چارواکو پر وینا، په کومه سیمه کې چې دا پېښه رامنځ ته شوې هلته وسلهوال طالبان واکمن دي.