یوه نوستالوژیا مري؛ د کسټو کاروبار پیکه شوی

زیاتره خلک اوس هم د ۵۳۰ ټایپونو یا هم په انالوګ ډول د خپلې خوښې موسیقۍ پیتو اورېدل نه هېروي؛ خو د نوې انځوریزې او غږیزې ټکنالوژۍ په راتګ سره د دې وسایلو لمن د ټولېدو په حال کې ده او ښايې چې د ټولنې نوی نسل ډېر کم دا وسایل وپېژني؛ خو بیا هم داسې کسان شته چې د خپلې خوښې موسیقۍ اورېدل په پخوانۍ بڼه نه بدلوي.

کابل ښار کې د کسټو یو پلورونکی ولي‌محمد وايي چې له خپله کاره نسبتاً راضي دی او د خپل هټي په ګدام کې د پخوانیو مشهورو او نامتو سندرغاړیو څه باندې ۵۰ زره کسټې ساتلي ديګ خو بیا هم پرمختللې ټکنالوژۍ د ولي‌محمد پر کاروبار منفي اغېز کړی او له‌دې اړخه خپه ښکاري.

له‌دې ټولو سره – سره د سندرغاړیو بې‌مانا شعرونه او د کسټو کاپي کېدل هغه لاملونه دي چې د ولي‌محمد په اند د هېواد پر موسیقۍ يې منفي اغېز کړی‌دی.

د دهپه خبره، پخوا د موسیقۍ د هټیوالو ترمنځ یو قانون و چې کله به چا کسټ ثبت کړ؛ بل چا حق نه‌لرلو چې ویې‌پلوري یا کاپي يې کړي. د ده په وینا، بل چا دا کار هغه وخت کولی شو چې له هماغه هټي یې واخلي او خپل دوکان کې يې وپلوري او که به دا کار بې‌اجازې وشو؛ جریمه کېدلو. د ولي‌محمد په خبره، اوس د هغه قانون نه‌شتوالی لار څه چې خلکو د نورو د کورنو فېلمونه هم بازار ته وړاندې کړل.

ولي‌محمد ته د کسټ‌پلورلو کسب له پلار او نیکه په میراث پاتې. د نوموي په وینا، د ده هټي په ۳۴ ولایتونو کې مشتريان لري.

ده همداراز زیاته کړه چې د پردیو فرهنګ په راتګ سره د هېواد موسیقۍ خپل اصالت او ښکلا له لاسه ورکړې‌ده.

له کندوزه د ولي‌محمد راغلی مشتري غلام‌سخي له ده ډېر خوشاله ښکاري. غلام سخي وايي چې په کندوز کې د فیض کاریزي، بېلتون استا، حاجي سیفو، دختر شیدا او دې ته ورته نورو پخوانیو هنرمندانو کسټې نه‌شي پیدا کولی نو ځکه خو يې د رانیولو له پاره کابل ته راځي.

پخوا وختونو کې کسټ او ټایپ د خلکو ترمنځ ارتباطي وسیله وه.

د ټېلیفون په څېر د اړیکو ټینګولو لارو ـ چارو ته د خلکو نه لاس‌رسي له کبله کورنۍ اړې وې چې د خپلو مسافرانو پوښتنې له‌پاره، له یوه ښاره بل ښار او له یوه هېواده بل هېواد ته کسټې ولېږي.

دغو کسټو کې به د کورنیو غړیو خبرې کولې او د نظر وړ کس پوښتنه به یې کوله.

طارق یو له هغو کسانو دی چې له یو هېواده بل هېواد ته د کسټو لېږلو تجربه لري.

هغه وايي، په افغانستان کې یې د کور او ایران کې یې د پلار ترمنځ د اړیکې وسیله، همدغه کسټو کې غږ ثبتول وو.

د کسټ پلورونکیو په وینا، اوس هم ځېنې خلک شته چې غواړي موسیقي د هماغو پخوانیو ټايپونو او کسټو له لارې واوري؛ خو اصلي ستونزه دلته ده چې اوس ښار کې سپینې کسټ ډېرې کمې دي او یوازې دوې کارخانې چې یوه یې کراچۍ او بله یې هم په چین کې ده، په محدود ډول کسټې تولیدوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام