د بغلان ولایت مسلکي او تخنیکي لیسې د لسم ټولګي زده کونکي سمیع الله د خبرداري ورکولو اله یې جوړه کړې ده.
دغه اله د دې توان لري، چې د ۲۰ مترو په واټن کې کس وپېژني او د خطر زنګ وکړنګوي.
سمیع الله وايي، چې د دغې الې جوړولو څخه یې موخه د بنسټونو او بندیانو ساتنه کول دي.
ده زیاته کړه، چې د دغې الې سربېره یې د خوب داسې څراغ جوړ کړی دی، چې له لرې واټن څخه کنټرولېدی شي.
سمیع الله وايي، هوډ لري، چې په راتلونکي کې د خطر دغه بېړني زنګ اله نوره هم پرمختللي کړي او په لرې واټن کې د پېژندلو توان ولري.
د دغې لېسې تخنیکي مرستیال محمد اسماعیل عیسی زاده وویل، د دې لېسې زده کوونکي زیاتې وړتیاوې لري، که حکومت ورته پاملرنه وکړي؛ خپلې وړتیاوې به وښيي.
په بغلان ولایت دغه مسلکي او تخنیکي لېسه له ۳۰ کلونو راهیسې فعالیت کوي او تر اوسه پورې د دغې لېسې زده کوونکو بېلا بېلې اختراعوې کړي دي، د بېلګې په توګه ټانګ، موټر، بې پیلوټه تیاره، هاوان، مبایل واړه برېښنايي چارچرونه او نور تخنیکي او برېښنايي وسایل.
دغه لېسه ۶۵۰ زده کوونکي لري او د ۲۱ استادانو له خوا دغو زده کوونکو ته په تخنیکي، ماشین الاتو او برېښنا په برخه کې روزنه ورکول کیږي.
له دې مخکې د خوست ولایت تخنیکي او مسلکي لېسې زده کونکي داسې دروازه اختراع کړې وه، چې د خطر پر مهال په خپله بندې دله.