یوه اوونۍ وروسته به له طالبانو سره مخامخ خبرې پېل شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، د سولې خبرو اترو هم غږي کوونکي هېوادونه هڅه کوي، چې د روانې فبرورۍ میاشتې تر پایه پورې به د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو زمینه برابره کړي.

د بهرنیو چارو وزیر نن (سه شنبه) د سولې خبرو څلور اړخیزې غونډې په اړه وویل، چې ټولو مخالفو وسله والو ډلو ته دا یو مناسب فرصت دی، چې له حکومت سره یو ځای شي.

ټاکل شوې ده، چې په دې غونډه کې د سولې خبرو پر نقشې سربېره د طالبانو سره د مخامخ خبرو کولو په نېټې هم بحث وشي.

رباني وايي، سوله یواځې د افغانانو هیله نه ده، بلکې د سیمې د ټیکاو له پاره لومړنی شرط دی.

نوموړي زیاته کړه، هغه وسله والې ډلې، چې د سولې سره یوځای نه شي، وبه ځپل شي.

رباني وویل، د افغان سولې په اړه څلور اخیزو غونډو کې تر اوسه پورې د سولې خبرو پر نقشې، د سولې له پاره د اډانې جوړولو او له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پيل په اړه د نظر په یووالي خبرې شوي دي.

د سولې خبرو په اړه دغه خواوې په درېیمې غونډې کې د سولې خبرو په نقشې جوړولو سلا شول.

د سولې عالي شورا د نویو غړیو معرفي کول

افغان حکومت نن (سه شنبه) پیر سید احمد ګیلاني د سولې عالي شورا د مشر، محمد کریم خلیلي، حاجي دین محمد، حبیبه سرابي، مولوی عطاالرحمان سلیم، مولوی خبیر او مولوي خدام یې د سولې عالي شورا د مرستیالانو په توګه معرفي کړل.

افغان حکومت په داسې حال کې د سولې عالي شورا دغه رهبري معرفي کوي، چې نړیوالو په دې شورا کې د څوکیو د تشې له پاره خپلې مرستې ور سره بندې کړي دي.

ولسمشر غني د سولې عالي شورا د رهبرۍ غړیو د معرفي کولو په اړه جوړې شوې غونډې کې وویل، چې سوله د دولت او ټولو افغانانو هیله ده.

غني وویل، چې د سولې عالي شورا د افغانانو جدي ضرورت دی او له پخواني ولسمشر حامد کرزي نه یې مننه وکړه، چې د سولې عالي شورا بنسټ یې ایښی دی.

محمد اشرف غني وايي، چې تر اوسه پورې د دې شورا ۴۰ تنه غړي وژل شوي دي.

د سولې خبرې اترې تر اوسه پورې د حکومت له خوا مدیریت شوی دی او دا معلومه نه ده، چې د سولې عالي شورا په دې اړه څه رول لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام