د افغانستان لهپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ولسي خلکو د اوښتنې مرګژوبلې شمېرې خپرې کړې.
د یوناما دغه راپور د اپریل په ۲۷ خپور شوی پربنسټ یې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۲ زره ۱۸۱ ولسي وکړو ته مرګژوبله اوښتې، چې له دې شمېرې ۷۱۵ تنه وژل شوي او یوزرو ۴۶۶ نور ټپيان شوي دي.
د تلفاتو دغه شمېرې د تېر ۲۰۱۶ کال د همدې وخت په پرتله ۴ سلنه کموالی ښيي.
د همدې راپور له مخې، د ولسي خلکو په وژنه کې ۲ سلنه او په ټپي کېدو کې ۵ سلنه ټیټوالی د تېر کال سره مقایسه ښودل شوی دی.
رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې د افغانستان لهپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو له قوله لیکل شوي، د ولسي وګړو د مرګژوبلې شمېره لا هم لوړه ده.
یماموتو د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي د ولسي خلکو د ژوند خوندیتوب لهپاره ګوټلي ګامونه پورته کړي.
دغه سازمان وايي، په تېر ۲۰۱۶ کال کې د ځمکنو نښتو له امله ولسي خلکو ته زیات تلفات اوښتي وو، چې ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو په ترتیب ولسي خلکو د سر او مال تلفات اړولي دي.
د یوناما ثبت شوې شمېرې ښيي، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په ځمکنۍ نښتو کې د ولسي تلفاتو په کچه کې ۱۹ سلنه کموالی راغلی، چې یوناما د دغه شان کموالي او ولسي خلکو د خوندیتوب لهپاره د هڅو هرکلی کړی دی.
راپور کاږلي ښايي، چې د ولسي تلفاتو د راکمېدو یو لامل په تېر ۲۰۱۶ کال کې د جګړې له سیمې د ولسي خلکو وتل هم وي.
په دې راپور کې راغلي، د دې شمېرو د ټیټوالي سربېره ځمکنۍ نښتې لا هم ۳۵ سلنه د ولسي تلفاتو د لامل په توګه پاتې دي.
یوناما وايي، کابل کې د ځانمرګو بریدونو له مله، له جغرافیايي پلوه د ولسي تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره لري، چې هلمند، کندهار، ننګرهار او روزګان ولایتونه په وروستیو شمېرو کې ورپسې راځي.
دغه سازمان وايي، د دولت وسله وال مخالفین ۶۲ سلنه د ولسي تلفاتو عاملین دي، چې دا سلنه د یوزرو ۳۵۳ تنو ولسي خلکو تلفات ښيي، چې په دې شمېر کې ۴۴۷ ولسي خلک وژل شوي او ۹۰۶ نور ټپیان شوي دي.
راپور واضع کړې، چې دغه شمېرې د تېر ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی لري.
د افغانستان لهپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر خپور شوی راپور وايي، وسله والو مخالفینو په پرلپسې او قصدي ډول ولسي خلک هدف ګرځولي، چې دا له نړیوالو بشري قوانیو څرګند سړغړاوی دی.
یوناما هغه بریدونه ثبت کړي، چې په هغو کې د دولت ملکي مامورین، قومي مشران، د اهل تشیعو جوماتونه، ماین پاکان، د نادولتي بنسټونو کارکوونکي او ولسي خلک له دولته د ملاتړ په تور وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو وايي، "د وسله والې شخړې پر مهال په قصدي ډول د ولسي خلکو وژنه جنګي جنایت شمېرل کېږي او د حکومت ضد عناصر باید دغه عمل ودروي او د نړیوالو قوانینو سره سم ولسي خلک خوندي وساتل شي."
راپور وايي، مخکې له مخکې جوړ شوي چاودېدونکي توکي د ولسي تلفاتو دویم ستر لامل دی، چې له کبله یې ۱۲۶ ولسي خلک وژل شوي او ۲۸۳ ټپیان شوي دي او دا شمېرې د تېر ۲۰۱۶ کال د همدې وخت په پرتله ۱۹ سلنه کموالی ښيي.
یوناما وايي، ځانمرګي او پېچلي ډله ییز بریدونه تر ټولو ډېر زیان ولسي خلکو ته رسوی، چې د وسله والو له دې تکتیک څخه رامنځ شوې مرګژوبله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي او په دې رقم بریدونو کې ټولټال ۱۰۸ تنه وژل شوي او ۲۶۶ نور ټپيان شوي دي.
دوی وايي، دغه شمېرې ۱۷ سنله د ولسي خلکو د تلفاتو برخهخ جوړوي.
یوناما په دې راپور کې ویلي، ۲۱ سلنه د امنیتي ځواکونو له خوا ولسي خلکو ته تلفات رسېدلي، چې ۱۶۵ تنه په کې وژل شوي او ۲۸۶ نور په کې ټپیان شوي دي.
دغه رسېدلي تلفات د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله ۲ سلنه کموالی ښيي.
راپور وايي، د حکومت له خوا ولسي خلکو ته په رسېدلو تلفاتو کې ۷۲ هغه یې په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ۷۶ نور په کې ټپيان شوي دي، چې دا شمېرې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.
یوناما وايي، د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې د حکومت له خوا د څرخکې په یو برید کې ۷ ماشومان ووژل شول او ۲۴ نور ټپيان شول.
یوناما د ښځو او ماشومانو د مرګژوبلې د ډېروالي په تېره بیا د مړینې د زیاتې کچې له امله اندېښنه ښيي او وايي، چې ښځو او ماشومانو ته په روان میلادي کال کې د رسېدلو تلفاتو کچه ۲۴ سلنه ده، چې ۸۸ تنه وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.
راپور وايي، یوازې د ښځو د مړینې کچه ۵۴ سنله لوړه شوې او د ټپي کېدو کچه یې بیا ۱۳ سلنه لوړه ده.
دغه راز د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ماشومانو د تلفاتو ۷۳۵ پېشې ثبت کړي، له دې جملې ۲۱۰ ماشومان وژل شوي او ۵۲۵ تنه یې ټپيان شوي دي، چې دا شمېرې د ماشومانو د تلفاتو په برخه کې د تېر کال په پرتله ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یوناما د بشري حقونو د برخې مشره ډانیل بل وايي: "په جګړه کې د ماشومانو د مرګرژوبلې ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي، چې د جګړې ښکېلو خواوو د ماشومانو ژوند ته پام نه دی کړی."