یوناما: د ملکي وګړیو تلفاتو کې ۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ ـ چې نن د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقوقنو د دفتر له‌خوا خپور شو ـ په ۲۰۱۸ کال د افغانستان په جګړو کې زیات شمېر ملکیان وژل شوي‌دي.

د دې راپور پر بنسټ، یوناما په ۲۰۱۸ کال کې ۱۰۹۹۳ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله مستنده‌کړې چې له‌دې ډلې  ۳۸۰۴ وژل شوي او ۷۱۸۹ تته ټپيان شوی چې دا شمېرې د ۲۰۱۷ کال په پرتله په ملکي تلفاتو کې ۵ سلنه او په ملکي وګړیو کې ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

یوناما په ۲۰۱۷ کال ۱۰ زره او ۴۵۳ ملکي وګړیو مرګ‌ژوبله مستنده کړې‌وه چې ۳ زره او ۴۳۸ تنه وژل شوي‌و او ۷ زره او ۱۵ تنه ‌یې ټپيان شوي‌وو.

دې راپور کې د ۳۸۰۴ تنو مړینه مستنده شوې چې په وژل شویو کې ۹۲۷ تنه ماشومان دي.

یوناما دا د هر وخت په پرتله د مړینې لوړه شمېره بولي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د ملکي وګړیو مرګ‌ژوبله د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې ټول اړخونه باید ژر تر ژره جدي اقدامات وکړي چې په راتلونکي کې ملکي وګړي زیانمن نه‌شي.

دی ـ چې د یوناما مشري هم په غاړه لري ـ وایي چې له لسو کلونو راهیسې د ملکي وګړیو د مرګ‌ژوبلې او ځورونې د مستندولو په اړه د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې تر اوسه له ۳۲۰۰۰ نه زیات ولسي خلک وژل شوي او شاوخوا ۶۰۰۰۰ ټپيان شوي.

په ورته مهال د راپور په اړه په خپرې شوې خبرپاڼې کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې میشل بشلت وايي، په افغانستان کې جګړه د ډېرو ملکي وګړیو د مرګ‌ژوبلې د دوام لامل ګرځېدلی او زیات شمېر نورو کسانو ته یې فزیکي او روحي زیان اړولی دی.

د اغلې بشلت په وینا، د ماشومانو سږنۍ وژنه ټکان ورکوونکې ده او خرابې امنیتي اوضاع اکثره افغانان د هغوی د اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي حقه بې برخې کړي او زرګونه ماشومانو د زده‌کړو او روغتیايي خدماتو د حمل له امله د ټول ژوند له‌پاره معلول شوي‌دي.

یوناما د ملکي تلفاتو ۶۳ سلنه د حکومت مخالفانو ته منسوبه کړې‌ده. په‌دې تلفاتو کې ۳۷ سلنه طالبانو، ۲۰ سلنه داعشیانو او ۶۰ سلنه نامعلومو عناصرو پورې تړل شوې‌دي.

راپور ادعا کوي چې په‌دې تلفاتو کې ۱۴ سلنه افغان امنیتي ځواکونو، ۶ سلنه نړ‌ۍوالو پوځي ځواکونو او ۴ سلنه بیا د حکومت‌پلوو وسله‌والو ډلو ته منسوبېږي.

ورته مطالب:

یوناما: سږکال د ملکي تلفاتو شمېره تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

د افغانستان په اړه د یوناما د سرمنشي ۳ میاشتنی راپور

یوناما: ۵ ورځو جګړو کې ۹۵ ولسي وګړي وژل شوي

د ملګرو ملتونو تازه راپور وايي، داعشیانو زیاته مرګ‌ژوبله د ځانمرګو بریدونو او افغان حکومت بیا د هوايي او پلټونو په عملیاتو کې اړولې ده. دوی دا هم وايي چې په تېر زېږدیز کال کې ډېره مرګ‌ژوبله د ځانمرګو بریدونو او هوايي عملیاتو په‌واسطه رامنځته شوې.

د راپور په باور، د حکومت مخالفان د ۶۹۸۰ ملکي تلفاتو مسوول دي چې په‌دې کې ۲۲۴۳ تنه وژل شوي او ۴۷۳۷ تنه ټپيان شوي‌دي چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې راپور پر بنسټ، د دولت مخالفانو په ۲۰۱۸ کال کې په‌خپلو بریدونو کې ۳۲۴ تنه ماشومان وژلي او ۱۰۱۹ یې ټپيان کړي چې په‌ ۲۰۱۸ کال کې د ټولو ماشومانو د مرګ‌ژوبلې ۴۴ سلنه جوړوي. د راپور د موندنو پر اساس بیا د ښځو د تلفاتو سلنه راټيټه شوې‌ده.

که څه هم هر کال په جنګ کې د ښکېلو خواوو له لوري نږدې زرګونه ملکي تلفات اړول کېږي؛ خو یوناما بیا د هغو هڅو هرکلی او تصدیق کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو، نړ‌ۍوالو پوځي ځواکونو او طالبانو له لوري له زیانه د ملکي وګړیو د ساتنې په پار شوې‌دي.

ښاغلی تدامیچي یاماموتو د راپور په یوه برخه کې پر ټولو خواوو په ټینګار سره غږ کوي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او له ټولو خواوو غواړي چې د سولې راوستلو له‌پاره ټولې هڅې ګړندۍ کړي.

اغلې بشلت هم له ټولو خواوو غواړي چې د بشري حقونو نړۍ‌وال قانون ته درناوی وکړي چې د ټولو ملکي وګړیو ژوند خوندي شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام