گوټیرش د کابل ادارې پيغام د م.م امنیت شورا ته رسوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوټیرش نن ورځ (چهار شنبې) په په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغی او د حکومت له مشرانو، امنیتي چارواکو او کورنیو بې‌ځایو شویو سره یې ولیدل.

ښاغلي انتونیو گوټیرش د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره له خبرو اترو وروسته په کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل، د ملي یووالي حکومت د مشرانو اندېښنې به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یوسي؛ خو په ډاګه یې نه کړله، چې دا اندېښنې به څه وي.

له دې مخکې څو ځلې د افغان حکومت مشرانو ویلي و، چې اسلام اباد له ترهګرو او وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او دغه راز د افغانستان په چارو کې مداخله کوي.

افغان حکومت په پرلپسې ډول ادعا کوي، چې د دغو ټولو په اړه اسناد لري او دا اسناد باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا وڅېړل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوټیرش وايي، د پاکستان په خلاف د کابل ادارې د موجوده اسنادو په اړه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا تصمیم ونیسي؛ خو بهتره ده، چې دواړه هېوادونه خپل جنجالونه د مرستو پیاوړتیا او د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د انتونیو گوټیرش پر وینا، په دې وروستیو کې کابل ـ اسلام اباد د وحشت ناکو پېښو شاهدان وو او اوس یې وخت رارسېدلی، چې سره یو شي.

گوټیرش وویل، افغانستان نه یوازې له کورنیو بلکې له بهرنیو ترهګرو سره هم په جګړه دی او زیاته یې کړه، چې د افغانستان موجوده جګړه نظامي حل لار نه لري او باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

دغه راز یې اعلان وکړه، چې ملګري ملتونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان په خوا کې کلک ولاړ دي او د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام