د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان چپ لاسي اوپنر بیټسمین سارو ګنګولي انضمام الحق دهرې لوبډلې د روزنې په موخه یو بهترین روزونکی یاد کړی.
ګنګولي چې د هندوستان (اب تک) تلویزون کې یې له انضمام الحق، وسیم اکرم، کپل دیو او اظهرالدین سره یوځای په ژوندۍ خپرونه کې خبرې کولې انضمام الحق د کرکټ نړۍ یو بهترینه لوبغاړی او روزونکی یاد کړ.
د نوموړي په وینا چې له انضمام الحق په غټو لوبو کې د بیټینګ ښه زده کړه، بل کوم د بیټینګ روزونکي نه شي ورکولی.
ګنګولي زیاته کړه، کله چې خبر شو چې انضمام الحق د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزنه په غاړه لري نو ډیر حیران شو.
د پخواني کپتان په وینا چې پاکستان د کرکټ بې سارې استعدادونه لري خو د دغه هېواد کرکټ بورډ اوسمهال د یو فلج سیسټم ښکار دی.
د نوموړي په وینا، د ویسټ انډيز او پاکستان کرکټ د نړیوال کرکټ له پاره ډېر مهم دی، او دا چې د پاکستان کرکټ اوسمهال ورځ تربلې په مخ په زوال روان دی؛ نو انضمام الحق ته پکار ده؛ چې د افغانستان په ځای د خپل هېواد پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې روزونکی شي او باید کار ترې واخیستل شي.
دیادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته د انضمام الحق په راتګ سره د کرکټ ملي لوبډلې د بریاو لړۍ چټکه شوې ده او د لوړو هدفونو ترلاسه کولو جذبه په کې پېدا شوې ده.
انضمام الحق په ۱۹۹۲ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې هغه مهم لوبغاړی و، چې لوبډله یې د اتلولۍ جام ته ورسوله.
انضمام الحق په ۲۰۰۷ کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د لوبیدو وروسته له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.
افغان کرکټ بورډ تیرکال انضمام الحق د زمبابوې سفر له پاره په موقتي توګه د انګلستاني انډی مولز په ځای د ملي لوبډلې روزونکی وګماره خو اوسمهال په یوه اوږد مهاله تړون له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د کامیابۍ او خوشحالیو ډکه دنده پرمخ بیایي.