د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې وسله والو طالبانو له تېرې شپې راهیسې د شپې له خوا پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه پيل کړي دي.
د ګریشک ولسوالۍ د امنیه قوماندان په خبره، په دې بریدونو کې چې تر سهاره یې دوام وکړ؛ ۶ افغان پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، دوی په هغو څلورو پوستو کې چې د وسله والو طالبانو له خوا پرې د ۶ ساعتونو له پاره جګړه روانه وه؛ بېرته نیولي او خپل پولیس یې په کې ځای پر ځای کړي دي.
خو په ورته وخت کې د هلمند ولایت د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، د وسله والو طالبانو له خوا د ګریشک ولسوالۍ پر پوستو شویو بریدونو کې ۱۶ افغان پولیس وژل شوي او ۴ یې ژوندي وړي دي.
ده ټینګار وکړ، چې د ګریشک ۴ امنیتي پوستې په بشپړ ډول وسله والو طالبانو نیولې دي.
د ګریشک ولسوالۍ د سپین جومات د سیمې یو اوسېدونکي محمد ګل بیا وايي، چې تېره شپه شاوخوا ۵۰ وسله والو طالبانو، چې ځېنې یې مخ پټي وو؛ پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل. د ده په باور، له بریدونو وروسته وسله والو طالبانو ځېنې پولیس له ځانه سره یوړل.
د یو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو د هلمند – کندهار د لویې لارې کنډک پر ودانۍ هم بریدونه پيل کړي او ویل کېږي، چې لویه لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
د لویې لارې موټرچلوونکي وايي، چې په ودانۍ کې د ميشتو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
دوی وايي، د سهار له اتو بجو راهیسې تر اوسه پورې یو موټر هم له دې سیمې نه دی تېر شوی.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د هلمند د امنیې قوماندانۍ نظر هم راواخلو؛ خو له ډېرو هڅو سره – سره بریالي نه شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.