د پکتيا اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي، د ناامنۍ او امنیتي بنسټونو د امنیت خوندیتوب په پلمه ښار ته ورغلې ځینې لويې لارې او په ښار کې یوشمېر واټونه تړل شوي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وایي له احمدابا مرکز ګردېزه ته ورغلې لویه لار، د ښار په شمال څنډه کې قوماندانۍ ته څېرمه د دوې سړکې لویه لار او په ښار کې شاوخوا لس واټونه د امنیتي ستونزو په سبب د خلکو د تګ – راتګ په مخ تړل شوي دي.
د مرکز ګردېز یو اوسېدونکي محمود سلاموطندار ته وویل د حکومت دغه اقدام خلک له ستونزو سره مخ کړي دي او زیاتوي، خلک ناروغان او مهمې چارې لري چې ښار ته په راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.
د حاجي محمد ولي په نوم یو ځايي استوګن وايي چې له ۷ میاشتو راهیسې حکومت دغه لارې تړلي دي. دی وايي، حکومت ښار ته ورغلې نیم کلیومتر سړک بند کړی او ۵ کیلومتره دوره یې ورکړې چې د خلکو لهپاره یې یو سرخوږی رامنځته کړی دی.
نوموړی وايي، د لارو په بندولو امنیت نه ټینګېږي؛ اجرایه قوه دې هغه سرچینې په نښه کړي چې د هېواد امنیت ګواښي.
دغه راز د پکتیا ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي دا ستونزه تر دوی هم ورسېدلې او زیاتوي ولایتي شورا به د نورو وکيلانو په ګډون له امنیتي مسوولانو سره خبرې وکړي او د حل لار به ولټوي.
د پکتيا امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سردارولي تبسم هم دغه ستونزه مني او زیاتوي د ځینو سړکونو د بېرته خلاصون پلان لري، خو وايي امنيې قوماندانۍ ته څېرمه لاره به تر هغو بنده وي؛ چې د قوماندانۍ لهپاره نوې ودانۍ نه وي جوړه شوي.