ګارنيزيون؛ د ملکي تلفاتو مخنيونکی

په افغانستان کې د ولسي وژنو د زیاتېدو د مخنيوي له پاره باید د افغانستان په ټولو ولايتونو کې ګارنیزیونونه رامنځ ته شي.

دا وړانديز دپوځي چارو کارپوهانو سلام وطندار سره خبرو کې وکړ.

د نظامي او سياسي چارو کارپوهان په داسې حال کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه انديښنې څرګندوي، چې چهارشنبه (دسلواغې۲۹مه)  ملګري ملتونو هم په خپل کلني  راپور کې ويلي، چې په تېر ۲۰۱۴ کال کې د ملکي تلفاتو شمېره ۲۲ سلنه زياته شوې ده.

دغه راپور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) او د بشري حقونو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په همغږۍ ترتیب شوی.

راپور په وسله واله جګړه کې د ملکي تلفاتو د ساتنې په نوم خپور شوی دی.

په ۲۰۱۴ کال یوناما د ملکي وګړو ۱۰۵۴۸ تلفات مستند کړي، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د يو کال په موده کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ده.

راپور وايي په ۲۰۱۴ کال کې د ځانمرګي بريدونو زياتوالی او د افغان ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ مخامخ جګړه کې پرته له دې، چې ملکي ځايونه په پام کې ونيول شي د وسلو استعمال ملکي تلفاتو د زياتوالي یو عمده لامل دی.

کارپوهانو سلام وطندار سره په ځانګړو مرکو کې وویل، چې ملکي تلفات کولای شي د خلکو او د حکومت امنيتي ځواکونو ترمنځ واټن زیات کړي.

د نظامي چارو کارپوه جنرال رحمت الله روفي د ملکي تلفاتو د زياتېدو عمده لامل د افغان امنيتي ځواکونو په منځ کې د عملياتو پر مهال نه همغږي او دوی سره د کره استخباراتي او کشفي معلومات نشتوالي کې بولي.

روفي زياتوي، چې د ملکي تلفاتو په باب باید د دولت مخالف وسله وال هم پام وکړي، ځکه دا د جنګ اخلاق ایجابوي، چې باید ملکي وګړو ته کره پاملرنه وشي.

« که داسې راپورونه هر کال خپاره شي، نو دا به د افغان امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ واټن زياته کړي.»

دی وايي که مخالف وسله وال ملکي تلفاتو ته پاملرنه نه کوي، نو افغان دولت ته دا لازمي ده، چې په دغه برخه کې جدي و اوسيږي، ځکه د نوموړي په وينا دولت کولای شي د عامو خلکو په مرسته ښه دقیق او په خورا اسانۍ سره معلومات ترلاسه کړي.

بل اړخ ته  جنرال عبدالواحد طاقت او د سياسي چارو شنونکی مطيع الله خروټی د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د يو منظم ګارنيزيون پر جوړېدو ټينګار کوي او وايي، چې يوازې د ګارنيزيون منځ ته راوړل کولای شي په افغانستان کې له ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي.

طاقت زياتوي؛ د افغان امنيتي ځواکونو ډېر اوسني عمليات پرته له همغږي او مشخص میکانیزم څخه ترسره کيږي او دا چاره د ملکي تلفاتو د زياتېدو عمده لامل ده.

« د افغان ځواکونو له لوري اوسني عمليات داسې دي لکه غشی چې په تياره کې ویشتل، که منظم ګارنيزيون منځ ته راشي، نو د قومي مشرانو، ملا امامانو او نورو سپين ږيرو سره په تفاهم د يو منظم پوځي پلان له مخې کولای شو د تلفاتو څخه مخنيوی وکړو.»

دی وايي د نظامي اصولو له مخې په کلو او بانډو کې باید سهار وختي شپږ بجې اکثره عملیات ترسره شي او په دغو وختونو کې عمليات کولای شي، د ملکي تلفاتو څخه مخنيوی وکړي.

د سياسي چارو کارپوه مطيع الله خروټی هم وايي، چې د منظم پلان او ستراتيژي نه شتون په نتيجه کې ملکي وګړو ته زیان رسيږي او ګارنيزیون يې د مخنيوي تخنيکي او منظمه لاره ده.

څه موده وړاندې د ګارنیزیون رامنځ ته کولو هغه مهال ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني وړانديز وکړ، چې په کابل ولایت کې د ناامنيو کچه خورا لوړه شوې وه.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي هم د کابل له پاره ګارنیزیون جوړونه یوه اړتیا بولي.

د یاد وزارت د ویاند مرستيال دولت وزيري هم ويلي؛ که ګارنیزیون یا په بل عبارت د بېلابېلو امنیتي ځواکونو له پاره ګډه قوماندانۍ رامنځته شي، نو کېدای شي د ګڼو پېښو څخه په مناسب وخت کې مخنيوی وشي.

پوځي کارپوهان هم وايي، چې د ګارنيزیون منځ ته راتګ به د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ لامل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام