کېمبل: د هلمند په امنیتي وضعیت کې به ستر بدلون راشي

د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال کېمبل په هلمند کې له ځايي چارواکو سره په خبرو کې د هلمند په امنتي وضعیت کې د ستر بدلون د راتګ زېری ورکړ.

ځايي اوسېدونکو شاوخوا یوه اونۍ مخکې ویلي وو، چې وسله والو طالبانو د دې ولایت پر سنګین ولسوالې برید کړی و، ډېرې سیمې یې نیولې وې او د جګړې له امله شاوخوا ۸۰ افغان ځواکونه له طالبانو سره یوځای شوي وو.

جنرال کېمبل، چې د افغان چارواکو سره د یوه پلاوي په توګه هلمند ته تللی و؛ ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به په دې ولایت کې د امنیتي حالاتو د ښه والي له پاره جدي اقدامات پیل کړي.

د افغانستان د ملي دفاع ځای ناستی وزیر محمد معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر انورالحق علومي او د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال کېمبل د دغه پلاوي غړي وو.

دوی د پوځ په تشکیلاتو او تجهیزاتو کي د اوسنیو ستونزو د مخنیوي او د وسله والو مخالفینو د ځپلو په اړه د چانيزو عملیاتو د دوام او په دې ولایت کي د یوه ستر امنیتي وضعیت د بدلون ډاډ ورکړ.

دغه پلاوی تېر ماښام ناوخته د ۲۱۵م میوند قول اردو قوماندانۍ ته ورغلي وو او هماغلته يي د هلمند له والي میرزاخان رحیمي او نورو ځايي پوځي مسولینو سره د یوې پوځي غونډې پر مهال دا خبرې وکړې.
د هلمند  میرزاخان رحیمي د یادې غونډې په ترڅ کې د وروستي امنیتي وضعیت په اړه راغلي لوړ پوړي پلاوي ته بشپړ معلومات ورکړل او یو ځل بیا یې د ځايي خلکو د همکارۍ په اړه داډ ورکړ او د دې غونډې پر مهال یې د ځايي امنیتي ځواکونو غوښتني او وړانديزونه هم بیان کړل.

والي همداراز زیاته کړه، چې په دې ولایت کې د بشپړ او دایمي امنیت له پاره د مرکز په کچه به منظم تدابیر ونیول شي او په هلمند کې به اوسنۍ امنیتې ستونزې په بشپړه توګه حل شي.

هلمند کې ورستي عملیات

په ورته وخت کې په همدې ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال شاوخوا ۴۵ وسله وال مخالفین وژل شوي دي. 

دهلمند ولایت دامنیی قوماندانی ویاند شاه محموداشنا سلام وطنداره ته وویل چی تیره شپه ۲ بجي  دسنګین ولسوالي په چوغک سیمه کي دافغان ملي امنیتي ځواکونو په یوه هوايي بریدکي ددولت (۴۵) تنه وسله وال مخلفین ووژل سول .

اشنا همداراز وویل، چې تېر ماسپښين ۲بجې د وسله والو مخالفینو مهم قومندان ملاناصر د ملاتواب زوی، چې د هلمند د واشېر ولسوالۍ اوسېدونکی دی؛ په مارجې ولسوالۍ کې د مخامخ جګړې پر مهال وژل شوی دی.

د ده پر خبره، چې په سیمه کې اوس هم چاڼیز عملیات روان دي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا دغه مرګ ژوبله نه مني او وايي، چې په موسی کلا او سنګین ولسوالیو کې یې د بېلابېلو بریدونو پر وخت ۳۰ امنیتي ځواکونه او ګڼ شمېر وسله یې هم نیولې دي.

ځايي چارواکي د طالبانو دا ادعا ردوي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام