د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي وایي، چې څو کاله وړاندې دوی د عامې روغتیا وزارت او ملګرو ملتونو سره په ګډه په افغانستان کې د ککړ چاپېریال د اغیزمنو کسانو په اړه سروې ترسره کړه، چې په هېواد کې هرکال ۵۱ زره کسان اغېزمن کیږي.
په دې اغېزمنو کسانو کې له ۳۰۰۰ ډېر یې په کابل کې ښودل شوي دي.
د جون ۳ مه د چاپېریال ساتنې نړېوالې ورځې سره برابره ده، چې نن کابل کې د افغانستان د ځوانانو ټولنې له خوا دا ورځ ولمانځل شوه.
د چاپېریال ساتنې ادارې د پلان جوړونې مشر محمد کاظم همایون وایي، چې اوس مهال کومه کره احصایه نه ده ترسره شوې، خو په وینا یې هرکال په ټول هېواد کې زرګونه زره تلفات د ککړ چاپېریال له امله رامنځته کېږي.
د همایون په خبره، ډيری کسان د نفس تنګۍ، زړه ناروغۍ، د امیدوارو ښځو د ماشوم له منځه تلل د ککړ چاپېریال له امله رامنځته کېږي، چې تردې دمه په احصایه کې نه دي نیول شوي.
هغه وايي، وړاندې په احصایې ښودلې وه، چې ۳۱۴۳ نفره په کابل کې د ککړ چاپېریال له امله او ۵۱ زره ټول هېواد کې تلفات هرکال رامنځته کیږي، خو دی باوري دی، هرکال افغانان په سلګونه زره د ککړچاپېریال له امله تلفات ورکوي.
ښاري ژوند، بې وزلي او د وګړو زیاتوالی د ککړ چاپېریال ستر لاملونه ښودل شوي دي.
د چاپېریال ساتنې ادارې د پلان جوړونې
همایون ومنله، چې دوی هم پاک چاپېریال له پاره خپل ملي مسولیت نه دی ترسره کړی، چې نوموړی کاري مسلکي پروسونل او همږۍ نشتون د خپل کار پروړاندې سترلاملونه وبلل.
دغه راز، د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې رېیس نصیر احمد افضلي نن په هغه ولایت کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د اوبو بې ځایه لګښت چې قالین وینځونکي، سوداګریزو ځایونو، هوټلونو او نورو ځایوکې د مخنیوی وشي.
ښاغلي افضلي خبرداری ورکړ که د دې اوبو څخه مخنیوی ونه شي هرات ولایت به د وچکالۍ له ستونزو سره مخ شي.
په هرات ولایت کې د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي، چې دوه اونۍ وړاندې دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو او مدني فعالانوپه ګډه د ښار څخه کثافات راټول کړل او له خلکو یې وغوښتل، چې د ښار په پاک ساتلوکې پام وکړي.