کوچیان: د تورو او سپينو رایو تر جلاوالي دې د دوی وروستۍ پایلې نه اعلانېږي

د کوچیانو له پاکو رایو د دفاع حرکت غړي وایي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د کوچیانو د رای‌اچوونو په محلونو کې ډېرې درغلۍ شوې‌دي.

د دې حرکت غړیو نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې په کندهار او ځېنو نورو ولایتونو کې خپله د ټاکنیزو کمېسیونونو غړیو په درغلیو کې لاس لرلو.

 د یاد حرکت غړي خان‌محمد احمدزي خبري غونډې ته وویل چې د لوګر ولایت په څلورو سیمو کې ټاکنې نه‌دي شوي؛ خو په صندوقونو کې یې رایې شته چې د ځایي خلکو رایې   بې‌اغتباره اعلان شوي؛ خو د کوچیانو له‌پاره شمېرل شوې‌دې چې له دې سره باید ټولې بې‌اعتباره اعلان شي.

د کوچیانو د پاکو رایو دفاع حرکت بل غړی ډاکتر ملاخېل منصور وویل د ټاکنیزو کمېسیونونو هغه کارکوونکي چې په درغلیو کې لاس لري؛ باید د قانون منګولو ته وسپارل شې .

د دې حرکت بل غړی عنایت‌الله صحرایي وویل، په ځېنو سیمو کې د کارول شویو رایو په پایله کې یې رایې ډېرې شوې‌دي.

دی وایي، په بغلان کی د شکایتونو اورېدلو کمېسیون له پرېکړې سره سم د یو محل رایې باید ځکه بېرته وشمېرل شي چې هلته له لومړۍ شمېرنې سره ۲۵۸۵ رایې ثبت شوې وې؛ خو اوس ۴۲۰۰ ته پورته شوې‌دي.

دا داسې مهال ده چې له‌ دې مخکې کندهار کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر چارواکیو د کمېسیون دننه د صندوقونو ډکولو موضوع رد کړې وه.

کوچیان په ولسي جرګه کې ۱۰ څوکۍ لري.

د قانون له‌مخې د کوچیانو له‌پاره ټول افغانستان یوه ټاکنیزه حوزه ده چې د رایې له ۲ زرو ډېر د رایې‌اچوونې محلونه لري. د کوچیانو استازې نیوکه کوي چې دوی په سم ډول له ټولو ټاکنیزو محلونو سمه څارنه ونه کړای شوه او په وینا یې، دغه حالت په ټاکنو کې د پراخو درغلیو لامل شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام