کونړ کې د برښنا د ناعادلانه وېش پر وړاندې لاریون

د کونړ د وټه‌پور ولسوالي سلګونو اوسېدونکو نن سهار په دې ولسوالي کې د لاریون پر مهال د ولایتي ادارې پر هغې پرېکړې نیوکه وکړه چې له مخې یې د مناګي بند برښنا مرکز اسداباد او ماڼوګي ولسوالي ته ورکول کېږي.

لاریونوالو ویل چې دغه بند د دوی په سیمه کې جوړ شوی او د برښنا په وېش کې لومړی حق د دوی دی.

د وټه‌پور ولسوالي د ځوانانو ټولنې مشر او د لاریون سمبالګر رسول‌محمد خاکسار وايي، د کونړ ولایتي ادارې د برښنا په وېش کې سلیقوي چلن کړی، د دوی له ولسوالي نه پورته او ښکته مرکز اسداباد ته یې لینونه غځولي، خو د دوی سیمه یې پرېښي ده.

دی وايي، د خپل حق د غوښتلو لپاره به هره دروزاه وټکوي.

د دغه لاریون دوه نور ګډونوال اجمل‌ رسولي او ذبېح‌الله لاروی وايي، د پروپوزل له مخې باید دغه برښنا همدې ولسوالي او شاوخوا سیمو ته ورکړل شوې وای، خو ولایتي ادارې برعکس د وټه‌پور پر ځای ماڼوګي ولسوالي او مرکز اسداباد ته لینونه غځولي دي.

هغه په دې برخه کې ولایتي چارواکي ګرم ګڼي چې ګنې د وټپور ولسوالي له خلکو سره یې جفا کړې ده.

د دوی په وینا، ځمکې په‌کې د وټه‌پور ولسوالي د اوسېدونکو تللي او له برښنا نه یې د دوی پر ځای نور خلک ګټه اخلي.

لاریونوالو پر ځینو چارواکو او د دې برښنا پر وېشونکو د مرګ شعارونه ورکول او دغه کړنه یې غندله.

په همدې حال کې د کونړ مرستیال والي ګل‌محمد بیدار د وټه‌پور ولسوالي د خلکو غږ برحقه ګڼي او وايي، تخنیکي ډله یې کار کوي، څو د دې سیمې کلیو ته هم لینونه وغځوي.

د یادونې ده چې د کونړ د مناګي برښنابند چارې پر ۱۳۹۲ل کال کې پیل شوې وې چې په ۹۴ کال کې یې د ځینو ستونزو له امله کارونه په ټپه ودرېدل، خو په ۱۳۹۷ کال کې یې کارونه پیل او اوس پرانستې ته نږدې دی.

دغه برښنابند د اوبو او برښنا وزارت له لوري د ۹،۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوی چې ۲،۱ مېګاواټه برښنا تولیدوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام