کونړکې ځانمرګي برید ۱۵ کسه وژلي او ۴۰ نور یې ټپیان کړي

د کونړولایت مقام ته څېرمه دشهیدانو پارک مخې ته نن (شنبه) سهار ۹ نیمې بجې یوه ځانمرګي برید ګر په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه ،چې په پایله کې یې ۱۵ کسه ووژل او ۴۰ نوریې ټپیان کړل.

دکونړ والي وحیدالله کلیمزي رسنیو ته وویل،چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

کلیمزي وویل ،په دې چاودنه کې د کونړ ولایت یو قومي مشر حاجي خانجان هم وژل شوی دی .

حاجي خانجان نږدې یو کال وړاندې دکونړ په دانګام ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد دپاڅون کوونکیو مشري په غاړه درلوده، چې اوس یې په مرکز اسداباد کې ژوند کاوه .

خو والي  وايي،لا نه ده مالومه چې د ځانمرګي برید ګر موخه حاجي خان جان وو،دولایت مقام او که بل څوک ؟

دپېښې یو عیني شاهد او ټپي  مسیح الله، چې دشهیدانو دپارک مخې ته یې دوکان دی، دخپلو سترګو لیدلي حال کې وویل،« دغلته د پارک مخې زموږ دکلیوالو دوکان دی، زه او ملګري مې پکې ناست وو.ناڅاپه چاودنه وشوه چې زما په لاس چره ولګېده . او ملګري مې هم دوکان کې ولوېدو. زه د څلور لاري پورې په خپله راغلم، چې بیا چا موټر ته پورته کړم او دلته یې راوړلم.»

مسیح الله زیاتوي چې د پېښې په ځای کې ډيء خلک پراته و، خو د چاودنې ګرد و غبار خلک د یو بل له سترګو ورک کړي وو.

په همدې حال کې د کونړ د روغتون رییس ډاکټرفاروق سهاک سلام وطندار ته وویل، چې روغتون ته ټول ۴۱ کسه ټپیان وروړل شوي وو، چې له ډلې یې ۷ ټپیان د ښې تداوۍ په له پاره ننګرهار ولایت ته لېږدول شوي .

نوموړی وايي، ځینې ټپیان چې روغتیايي حالت یې ښه و؛ له تداوۍ وروسته کورونو ته لېږل شوي، چې اوس له دوی سره په روغتون کې ۱۹ ټپیان پاتې دي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

تراوسه هېڅ وسله والې ډلې د دې برید مسولیت نه دی اخیستی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام