د سېلابونو پر مهال د کونړ د وټهپور ولسوالي د کټارکلا پر کلي د تېرېدونکي خوړ اوبه دومره ډېرېږي چې څنډو ته پراته کلي، کرنیزې ځمکې او سربندونه ویجاړوي. کټارکلا یې یوه بېلګه ده. دا کلی د همدې خوړ پر سر پروت دی چې شاوخوا پنځلس زره وګړي پهکې اوسېږي.
د دغې سیمې له غرنیو سیمو د هوز او قرو راوتلي خوړونه د کلاکلي له لسو ډېر کورونه لاندې کړي او اوس د سیمې خلک اندېښمن دي چې که د خوړ غاړې کلي ته استنادي دېوال جوړ نه شي، ښايي دا خوړ ټول کلی لاندې کړي.
د کټارکلا اوسېدونکي وايي، د کلي څنګ ته د لوی پاڼډ لوېدو له امله یو شمېر خلک ټپیان شوي او د احتمالي ګواښ له امله سلګونه خلکو خپل کورونه پرېښي دي.
د دې سیمې دوه قومي مشران ملک عبدالله او دولت خان وايي، که حکومت او نورې ادارې یې غږ وانه وري، په سیمه کې یې لوی انساني ناورین پېښېدای شي.
د دوی په وینا، حکومت تر اوسه د دغې ستونزې د حل لپاره اقدام نه دی کړی او پهکار ده چې خلک له دغه ناورینه وژغوري.
د دغې سیمې له کاناله شاوخوا پنځه زره جریبه ځمکه خړوبېږي چې هر کال د سېلابونو پر مهال د دغه کانال سربند ویجاړېږي او خلک یې بېرته په ولسي کچه جوړوي، خو خلک وايي، حکومت د دغه کانال د سربند اساسي رغونې ته پام نه دی کړی.
د کټار کلا اوسېدونکی احمد طاهر وايي، په یاد کلي کې نږدې دوهنیم زره کورنۍ اوسېږي چې شپږ تر اوو جریبه ځمکه لري، خو په وینا یې سربند یې خراب دی.
کټارکلا د کونړ د وټپور ولسوالي هغه غرنۍ سیمه ده چې په تېرو اتلسو کلونو کې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو تر ولکې لاندې وه او همدا تېر کلونه پهکې د داعش او طالبانو تر منځ د مقابلې سنګر هم پاتې شوی، خو اوس بېرته د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې دی.
دغلته په تېرو اتلسو کلونو کې د ناامنیو له امله د حکومت له لوري د بیارغاونې شوي کارونه په نشت حساب دي، ان وسلهوالو کلونه وړاندې هغه یواځینی روغتیايي مرکز هم له پرانستې یوه ورځ مخکې په بمونو والوزاوه چې د دغې سیمې خلکو ته جوړ شوی و.
دغه ویجاړ شوی کلینیک د کټارکلا، دهوز او قورو تر څنګ د ګڼو نورو سیمو د خلکو د درملنې لپاره جوړ شوی و.
اوس د سیمې خلک وايي، له طالبانو سره یې هوکړه کړې چې په سیمه کې د خیر ښېګڼې د هر ډول کارونو او پروژو پر وړاندې به خنډ نه جوړوي؛ نو له حکومت نه دغې سیمې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.
د کټارکلا اوسېدونکی نورحبیب وايي، خلک د هرې پروژې امنیتت نیولو ته تیار دی، خو په وینا یې که حکومت یې پیل کړي.
په سیمه کې د طالبانو استازی قاضي عزیزالرحمان جلالي هم مني چې په کټار کلا کې د پلي کېدونکو پروژو پر وړاندې ستونزې نه جوړوي.
د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار وايي، د سیمې د خلکو ستونزې یې اورېدلي چې ژر به ورته رسېدنه وشي.
د کونړ چارواکي د طالبانو دا ښه نیت هم ستايي چې په دغه ولایت کې د پرمختیايي او ولسي خیرښېګڼې پروژو پر وړاندې خنډ نه جوړوي.