طالبانو د تخار د دښتکلا ولسوالۍ له اوسېدونکيو غوښتي چې د کورونا ويروس ناروغي جدي وګڼي.
د يادې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکيو سلاموطندار ته وويل چې طالبانو نن سهار د خمدان سیمې اوسېدونکي په يوه جومات کې راټول کړي او له هغوی يې غوښتي چې کورونا ويروس جدي وګڼي او همدداراز يې له دوی غوښتي چې د روغتياپالانو لارښوونو ته پام وکړي.
طالبانو د یادې سيمې اوسېدونکيو ته يو – يو ډيټول سابون هم ورکړی دی.
په ورته وخت کې د دښتکلا ولسوالۍ د سينا د دولتي روغتون اداري مدير عبدالرحيم چې په دې برنامه کې يې ګډون درلود وايي، سره له دې طالبانو د خپلې ادارې د روغتيا د برخې روغتيايي لارښوونې خلکو ته وويلې همداراز يې د ياد روغتون مسوولانو ته وويل چې د عامې روغتيا وزارت روغتيايي لارښوونې دې هم خلکو ته ووايي چې تر څو د کورونا ويروس له ناروغۍ خوندي پاتې شي.
د نوموړي په وينا، طالبانو د يادې ولسوالۍ له اوسېدونکيو وغوښتل چې له ياد ويروس سره د مبارزې په برخه کې د يادو پيغامونو په لارښوونه عمل وکړي.
خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دښتکلا خمدان سيمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.