کورونا؛ ۲۱ ولايتونو کې د ۵۸۱ تازه مثبتو پېښو ثبت

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸۱ نور کسان هم په کورونا ویروس اخته شوي او له دې سره په ټول هېواد کې پر کورونا ويروس  د اخته کسانو شمېر کسانو شمېر ۷۶۵۳ ته پورته شو.

د ياد وزارت د شمېرو له مخې د ۵۸۱ تازه اخته شويو کسانو له ډلې ۱۶۵ کابل، ۱۳۴ ننګرهار، ۵۵ په بلخ، ۳۸ هرات، ۳۰ لغمان، ۲۹ پکتيا، ۲۳ سمنګان، ۲۱ غزني، ۱۶ کونړ، ۱۵ سرپل، ۱۳ بادغيس، ۱۲ تخار، ۹ پنجشېر، ۵ بغلان،  ۴ کندوز او ۴ پروان،  ۳ پکتيکا، ۲ خوست او يو يو هم په بدخشان، دايکندي او وردکو ولايت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ويروس له کبله ۵کسان مړه شوي او ۴۹ نور بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په ټول هېواد کې د مړو شويو شمېر ۱۷۸ او د روغو شويو شمېر ۸۵۰کسانو ته رسېږي.

روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې خلک د روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي که نه نو روغتونونه او روغتیاپالان به یې په درملنه کې پاتې راشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام